1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له داعش سره د امريکا د جگړې لگښتونه

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۲۲, جمعه

د امريکا د دفاع وزارت اعلان کړی دئ چي له «اسلامي دولت» ډلي سره په جگړه کي ئې د ورځي ۹ ميليونه ډالره مصرفيږي. دوی ويلي دي چي تر اوسه ئې ۲،۷۴ ميليارده ډالره لگولي دي. د دغو لگښتونو دوه پر دريمه په هوايي بمباريو کي دي.

https://p.dw.com/p/1Fg1C
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Jamali

د امريکا د دفاع وزارت په اول وار له داعش سره د جگړې لگښتونه اعلان کړي دي. د پنتاگون په رپوټ کي راغلي دي چي په عراق او سوريه کي د «اسلامي دولت» ډلي پرضد جگړه کي د ۲۰۱۴م کال له اگست مياشتي راهيسي تر اوسه، نزدې ۲،۷۴ ميليارده ډالره لگښت راغلی. په دې سره د داعش پرضد جگړه کي امريکا د ورځي ۹،۱ ميليارده ډالره مصرفوي.

د دفاع وزارت په خپل رپوټ کي ليکلي دي چي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» پرضد هوايي بمباريو باندي ۱،۸ ميليارده ډالره لگښت راغلی.

د دغه رپوټ پر اساس د امريکا د هوايي ځواکونو پر کشف، لوجستيکي او پوځي چارو د ورځي نزدې ۵ ميليونه ډالره لگښت راغلی. ويل سوي دي چي يوازي د پرمختللي الوتکي «اف ۲۲» ډوله پر يوه ساعت الوتني باندي نزدې ۶۸ زره ډالره مصرف راځي.

د امريکا د پلي سمندري ځواکونو لگښت هم تر اوسه پوري ۴۳۸ ميليونه ډالره ښوول سوی. په دغه لکښت کي هغه مصارف هم شامل دي چي امريکايي ځواکونه له خپلو اډو څخه جنگي سيمو ته لېږدول کيږي.

د امريکا پر پلي ځواکونو هم د داعش پرضد جگړه کي نزدې ۲۷۴ ميليون ډالره مصرف سوي چي په دې کي د عراقي ځواکونو روزنه هم شامله ده.

د پنتاگون رپوټ ښيي چي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» پرضد مبارزه کي د امريکا د پوځ لگښتونه تر هغه لږ دي لکه مالي کارپوهانو چي ئې برآورد کړی وو.

دغو کارپوهانو د خپل هيواد په بوديجه کي له داعش سره په جگړه کي له کاله تر ۱۰ ميليارده زيات محاسبه کړي ول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل