1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا له دوهم «سنودن» څخه ويره لري

دويچه ويله/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ مرداد ۱۵, چهارشنبه

له يو لړ نوو افشاکوونو سره چې د کومو معيارونو له مخي د امريکا متحده ايالاتو د «ترهگرۍ» په ليست کې خلک نيول کيږي، امريکايي استخباراتي ادارې سختي وارخطا شوي دي. ښايي د دغو افشاگريو تر شا يو نوی«سنودن» وي.

https://p.dw.com/p/1CpTI
انځور: picture alliance/ZUMA Press

د امريکا د استخباراتي سازمانونو په هکله د يو شمېر نوو افشاگريو له امله امريکايي چارواکي اندېښنه لري چې ښايي د دغه هيواد په امنيتي دستگاه کې يوه بله تشه رامنځ شوې وي. د رسنيو د رپوټونو له مخي البته دغه نوې تشه ښايي د امريکا د پخواني استخباراتي کارکوونکي ايدوارد سنودن، له خوا نه وي افشا شوې.

د امریکا متحده ايالاتو له حکومتي کړيو څخه اوريدل کيږي چې په همدې وجه استخباراتي ادارې په دې هڅه کې دي چي د متحده ايالاتو له عدليې وزارت څخه وغواړي چي په دي برخه کې پوښتني گروېږني پيل کړي.

آيا رښتيا دغه نوې افشا د سنودن له خوا نه ده شوې؟

د دغې قضيې تر شا «The Intercept» په نامه د يوې بربنډونکي ويبپاڼي وروستۍ خپروني دي. په نوموړي ويبپاڼي کې هغه معلومات خپاره شوي دي چي امريکايي استخباراتي سازمانونو د کومو خيالي او تر يوې کچې قصدي او پټو سترگو معيارونو له مخي خلک د ترهگرۍ په ليست کې شاملوي.

د دغې قضېې سرچينه هغه دوولس مخيز سند وو چې د ۲۰۱۳ کال په اگست مياشت کې افشا شو. هغه وخت امريکايي مخبر ايداوارد سنودن، چې اوس يې په روسيه کې پناه اخيستې ده، د امريکا په هاوای ايالت کې د ملي امنيت په اداري (NSA) کې د مشاور په توگه له خپلي دندې څخه لاس واخيست.

د «The Intercept» ويبپاڼه د امريکايي ژورناليست «گلن گرينوالد» له خوا تاسيس شوې ده. نوموړي هم د «سنودن» ځيني اسناد خپاره کړي ول. معمولاً کله چې دغه ويبپاڼه يو څه پټ اسناد خپروي، بيا نو وايي چي هغه ېې له سنودن څخه تر لاسه کړي دي که نه. خو «The Intercept» پاڼي په خپلي دغه نوې بربڼډونه کي «سنودن» د سرچيني په توگه نه دي ښودلي، بلکي ويلي يې دي چي دغه سند ېې له يوې استخباراتي سرچينې څخه تر لاسه کړي دي چي نوم يي څرگند کړی نه دی.

بي شميره کسان د ترهگرې په لست کې

د نوو بربنډونو له مخې د امريکا متحده ايالاتو اطلاعاتي زيرمي چي « Terrorist Screening Database» يا د «ترهگرۍ د تصفيې اطلاعتي اساس» په نامه هم ياديږي، د ۶۸۰ زرو خلکو نومونه د ترهگرۍ په ليست کې نيول شوي دي. په ۶۸۰ زرو کې۲۸۰ زره هغه خلک دي چي له هيڅ ترهگري ډلي لکه القاعده، حماس، طالبان او حزب الله سره اړيکه نه لري.

د دغه اطلاعتي زيرمي له مخې د ۴۷ زرو کسانو نومونه په «No- Fly List» ليست کې نيول شوي چې اجازه نه لري امريکا متحده ايالاتو ته سفر وکړي.« The Intercept» د ويبپاڼي د معلوماتو له مخې په ۲۰۰۹ کال کې د ولسمشر بارک اوباما د رياست له پيل راهيسي د داسي مشکوکو کسانو شمير لس برابره زيات شوي دي. د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د يولسمي تر بريدونو دمخه په «No-Fly List» کې يوازي ۱۶ نومونه موجود ول.