1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا له زندان څخه په پټه بنديان ازاد کړي دي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۸, دوشنبه

واشنگټن پوسټ ورځپاني په خپل یوه راپور کي ویلي دي، چي متحده ایالاتو په پټه له یاغیانو سره د خبرو اترو د یوې برخي په توگه په افغانستان کې له پوځي زندان څخه بندیان ازاد کړي دي.

https://p.dw.com/p/14rAo
انځور: dapd

دغه ورځپاڼي په خپل راپور کي د یوه امریکایي چارواکي په حواله چي نوم ئې نه دئ اخيستل شوی لیکلي دي چي د «ستراتیژیکي ازادۍ» په نوم د دغه پروگرام اجازه په تیرو کلونو کي د امریکایي چارواکو له خوا ورکړل شوې ده، چي د زندانیانو د تبادلې په بدل کي په ځینو نا ارامو ولایتونو کي د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړای شي.

د ورځپاڼي په حواله ځیني وخت ازاد شوي کسان داسي جنگیالي ول چي هغوی د مشروع سیستم له لاري د پوځي بند څخه نه شوای خلاصیدای، خو دغه وسله وال باید دا ژمنه وکړي چي د تاوتریخوالي څخه به لاس په سرکیږي.

خو ورځپاڼه وایي چي دغه امریکایي چارواکي دا خبره روښانه نه کړه چي ایا تر خلاصیدو وروسته دغه وسله وال کسان د متحده ایالاتو او افغان سرتیرو پر وړاندي په بریدونو کي ښکیل ول او که نه.

د ورځپاڼي د رپورټ په حواله د بندیانو د خلاصولو خبره په داسي وخت کي رامنځ ته کیږي چي په افغانستان کي د رواني جگړې د ختمولو له پاره هڅي رواني دي.

تر دې وړاندي د طالبانو له خوا د گوانتنامو په زندان کي د پنځو تنو بندیانو د خلاصیدو خبره شوې وه خو دا کار د متحده ایالاتو په دننه کي له سختو سیاسي فشارونو سره مخامخ شو.

د ورځپاڼي په حواله د گوانتانامو بر خلاف، د پروان له زندان څخه د بندیانو خلاصول د کانگریس تائید ته ضرورت نه لري او دا کار په پټه تر سره کیدای شي.

واشنگټن پوسټ په خپل رپورټ کي وړاندي کاږي چي د دغه پروگرام هدف په هغو سیمو کي د تاوتریخوالي ځپل دي چي ناټو نه ده توانیدلې چي امنیت ټینگ کړي. خو نوموړي امریکایي چارواکي دا نه دي ویلي چي تر اوسه د دغه پروگرام په ترڅ کي څومره بندیان ازاد شوي دي، خو چارواکو دا خبره کړې ده چي د دغسې قضیو شمیر ډیر لږ دئ.

د واشنگټن پوسټ په حواله د پروان له زندان څخه په پټه د بندیانو خلاصول باید د متحده ایالاتو د پوځي قوماندانانو او مدافع وکیلانو له لوري تائید شي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل