1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: له صوماليا سره به خپلو مرستو ته دوام ورکو

۱۳۹۱ مرداد ۱۵, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15kJ1

د امریکا د متحده ايالتو د بهرنيو چارو وزيري هېلري کلنټن پر صوماليا ږغ کړی دئ چي ژر تر ژره يو مرکزي حکومت رامنځ ته کړي. کلنټن و افريقا ته د سفر په ترڅ کي په کينيا کي د صوماليا د ولسمشر شريف شيخ احمد سره وليدل. کلنټن په دغه ليدنه کي ژمنه کړې ده، چي متحده ايالتونو به له صوماليا سره خپلي مرستي جاري وساتي. کلنټن د صوماليا د ملي شورا وروستۍ غونډي او په هغه کي د نوي اساسي قانون د منل کېدلو پرېکړي هم وستايلې. په نوي اساسي قانون کي د صوماليا خلکو ته ډير حقونه ورکړل سوي دي. د دغو پرېکړو له مخي به د رواني مياشتي په جريان کي د صوماليا له پاره نوی ولسمشر ټاکل کيږي. صوماليا، کورنيو جنگونو ځپلی هيواد دئ. د صوماليا زياتي برخي د الشباب نومي وسله والي ډلي تر ولکي لاندي دي. پر دغه ډلي باندي له القايدې سره د تړاو تورونه لگول کيږي.