1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: ماليزيايي الوتکه په اشتباهي توگه ويشتل سوې ده

دويچه ويله/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ مرداد ۱, چهارشنبه

د امريکا متحده ايالاتو د نويو استخباراتي معلوماتو له مخي روسي پلوه بېلتون غوښتونکو د ماليزيا مسافر وړونکې الوتکه په اشتباهي توگه ويشتلې ده. په الوتکه کي د ټولو وژل شوو مسافرانو ډير هالنديان ول.

https://p.dw.com/p/1Cgvb
انځور: AFP/Getty Images

د «والستريت ژورنال» رپوټ ورکړی چې د متحده ايالاتو استخباراتي مامورينو د رسنيو يو شمير خاصو خبريالانو ته يو شمير اسناد او شواهد وړاندي کړي دي چي له مخې يې د اوکراين په ختيځ کې د روسي پلوو ياغيانو تر کنترولاندي سيمي څخه SA-11 ډوله دافع هوا توغندی توغول شوی دی.

ويل شوي دي چې ښايي ياغيانو اصلاً قصد نه لاره چي ۷۷۷-۲۰۰ بوينگ ماليزيايي الوتکه چي ۲۹۸ تنه مسافر پکښې سپاره ول وولي. داسي اټکل هم کيږي چي ښايي د نوموړي روسي دافع هوا توغندی د کارولو له پاره مجرب کسان گومارل شوي نه ول.

دغه الوتکه چي د تيري پنجشنبې په ورځ راولوېده او پکښې سپاره ټول کسان ووژل شول، گومان کيږي چي هغه ويشتل شوې ده.

په پيښه کې د روسې د مستقيم لاس ثبوت وجود نه لري

د امريکا متحده ايالاتو د نورو استخباراتي معلوماتو له مخې تر اوسه پوري داسي اسناد او شواهد په لاس کې نه شته چي د الوتکي په را اچولو کي روسي قوتونه په مستقيمه توگه لاس ولري. خو د متحده ايالاتو د ملي امنيت مشاور بن روديز له CNN سره په يوه مرکه کې وويل چي نورو پلټونو ته اړتيا ده، څو معلومه شي چې ايا پيښه په «مستقيم» ډول له روسيې سره تړاو لري که نه.

خو د نوموړي د وينا له مخې په هر صورت سره د الوتکي د ويشتلو مسئوليت د مسکو پر غاړه دی، ځکه هغه کرملين ته وفادار جلا غوښتونکي د اوکراين په ختيځ کې په وسلو او مهماتو سمبال کړي او په سيمه کې يې ناکراري رامنځ ته کړې ده. بن روديز وايي چې سر بيره پر دي د الوتکي تر رالوېدو وروسته هم روسيې له ياغيانو سره «خپلي مرستي» درولي نه دي.

د الوتکي له ۲۹۸ سپرليو څخه ۱۹۳ ېې هالنديان ول. د ماليزيا د هوايي شرکت دغه الوتکه له امستردام څخه د کولالمپور پر لور الوتې وه. د هالند حکومت د دغي غمجني پيښي د قربانيانو له پاره نن چهار شنبه ملي وير اعلان کړی دی.

د هالند دوې ترانسپورتي الوتکي، د رالوېدلي الوتکي د وژل شوو مسافرانو مړي له اوکراين څخه د هالند د «اينډوفن» ښار ته ليږدوي. په دغه ښار کي به بيا د وژل شوو کسانو هويت تثبت کړل شي.

د نړيوالو پوليسو اداري، «انترپول» کارپوهانو تر دې دمخه د اوکراين په خارکوف ښار کي لومړۍ پلټني پيل کړې. دغه ښار ته هغه اورگاډی رسېدلی چي د وژل شوو کسانو جسدونو په سړو واگونونو کي بار ول.

پلټني رواني دي

د اوکراين له غوښتني سره سم هالند د پيښي د پلټني مشرتوب پر غاړه اخيستی دی. د رالوېدلي الوتکي «تور بکس» به چې ياغيانو، ماليزيايي چارواکو ته تسليم کړی دی، په بريتانيا کې تر پلټني لاندي ونيول شي. د «تور بکس» له پلټني سره به معلومه شي چي آيا الوتکه رښتيا هم ويشتل شوې ده که نه.

په عين وخت کې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين وعده کړې ده چې د پيښي د روښانه کولو له پاره به پر ياغيانو باندي له خپل نفوذ څخه کار واخلي.

د روسيې د خبري آژانسونو په حواله د کرملين مشر په مسکو کې له خپلي امنيتي شورا سره په يوه کتنه کي وويل: «موږ به ټول هغه څه چي په واک کي مو دي نه وسپموو.» پوتين وويل چې د هر اړخيزو پلټنو له پاره به امکانات برابر شي.

د روسيي ولسمشر په عين وخت کې له لويديځ څخه وغوښتل چي په کيف کې پر حکومت باندي فشار راوړي چې د اوکراين په ختيځ کې جگړې ودروي.