1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا متحده ايالات پر ايران رفع شوي بنديزونه بيا آرزوي

۱۳۹۶ فروردین ۳۰, چهارشنبه

د امريکا متحده ایالاتو اعلان کړې چې ايران د ۲۰۱۵م کال د اتومي تړون شرائط پر ځای کړي دي خو په عين حال کې ترمپ په دې اړه د آرزونو غوښتنه کړې چې آيا پر ايران د بندیزونو ليرل کول د امريکا د ملي ګټو سره سمون لري او که نه.

https://p.dw.com/p/2bSsH
Iran Verhältnis USA Symbol Graffitti
انځور: picture alliance/dpa/A. Taherkenareh

سپينې ماڼۍ د ايران پر وړاندې د بندیزونو د ليرې کولو د پريکړې د ارزولو اعلان کړی دی. پر ايران د سختو اقتصادي بندیزونو د لړۍ درول د هغه اتومي تړون يو مهم عنصر وو چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما له خوا د ایران او امريکا ترمنځ د څو لسیزو د ژورو اختلافاتو وروسته ترسره شو.

د امريکا د بهرنيو چارو وزیر ريکس تيلرسن، په يوه اعلاميه کې وويلي:

«ولسمشر دونالد ترمپ، د هيواد د ملي امنيت جرګه ګۍ ته دنده سپارلې چې پر ایران د رفع شويو بندیزونو په اړه ارزونې وکړي ترڅو روښانه شي چې آيا دا عمل د امريکا متحده ایالاتو د ملي امنيت د تامين له پاره حياتي دی که نه.»

د امريکا کانګرس ته په ليږدول شوې دغه اعلاميه کې تيلرسن ويلي چې ايران د اپريل تر ۱۸ نيټې پورې د اتومي توافق پر خپلو ژمنو عمل کړی دی او د تحريمونو د له منځه وړل به هم پر خپل ځای پاتې شي. نوموړي په دې اعلاميه کې دا هم ویلي چې ايران د مختلفو امکاناتو څخه په استعفادې او د خپلو کړونو له کبله اوس هم د «ترهګرۍ په اصلي حاميانو» کې شميرل کیږي.

ترمپ: د تړون ښکاره منتقد

دا لومړی ځل دی چې د ترمپ له خوا په جنورۍ میاشت کې د واک تر سنبالولو وروسته د ایران سره د تړون په هلکه دا ډول يو اعلان کيږي. تيلرسن زياته کړې ده چې ايران اوس هم د ترهګرۍ ستر ملاتړې هيواد دی نو له دې کبله ترمپ د امريکا پر امنيت د دې بندیزونو د لیرې کولو د اغیزو په اړه د پلټنو غوښتنه کړې. ترمپ د دې تړون يو کلک منتقد  وو او د انتخاباتي مبارزې پر وخت یې پر دې تړون سختې نيوکې کولې.

د ايران سره د اتومي تړون چوکاټ د ۲۰۱۵م کال په اپريل میاشت کې د ايران او امريکا سربيره د بريتانيا، فرانسې، چين، آلمان او اروپايي ټولنې ترمنځ د خبرو اترو تر څو پړاونو وروسته اعلان شو. لويديځو هيوادونو توافق وکړ چې پر ايران لګول شوي بندیزونه به په هغه صورت کې رفع کړي چي ايران دا تضمين وکړي چې د اتومي وسلو د جوړولو هڅه به نه کوي.

دا تړون په يوه اوږده مهاله ديپلوماتيکې شخړه کې يو ستر پرمختګ وو او د پخواني ولسمشر اوباما د رياست جمهورۍ په موده کې د بهرني سياست يوه ستره بريا بلل کيږي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب