1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا نيت لري ناټو ته د افغانستان څخه د وتلو پلان وړاندي کړي

۱۳۸۹ آبان ۲۴, دوشنبه

سپنه ماڼۍ قصد لري چي د رواني مياشتي پر ۱۹-۲۰ په ليزبن کي د ناټو په سرمشريزه کي خپلو متحدينو ته په افغانستان کي د جگړې د پای ته رسولو څلور کلن پلان وړاندي کړي.

https://p.dw.com/p/Q8j6
سپينه ماڼۍ
سپينه ماڼۍانځور: picture-alliance/Ron Sachs - via CNP

واشنگټن پوست ورځپاڼه ليکي چي د بارک اوباما ادارې يو داسي پلان جوړ کړی چي د يو نيم څخه تر دوو کلونو پوري به د ځينو سيمو امنيتي مسوليت افغان امنيتي ځواکونو ته وسپاري.

د ورځپاني په خبره که چيري په افغانستان د طالبانو مقاومت مات سي نو کيدای سي چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري ناټو او امريکايي ځواکونه د افغانستان څخه ووزي.

خو د ناټو او امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به هم په زرهاوه بهرني ځواکونه د افغان امنيتي ځواکونو د روزلو او محلي ځواکونو سره د مرستي په خاطر پاته سي.

لکه څنگه چي د ورځپاڼي په سر مقاله کي اشاره ورته سوې، ددې پلان ډيري برخي د عراق د پاره د امريکايي ستراتيژۍ لاره تعقيبوي.

د هغه وخت راهيسي چي بارک اوباما د امريکا د متحده ايالاتو د مجهورريس په توگه په کار پيل کړی په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو شمېر دوه برابره لوړ سوی چي وروستۍ ډله يې څه عمر د مخه افغانستان ته ورسېده.

د يو لوړ پوړي امريکايي چارواکي په اند د واشنگټن د پاره ډير وختي دی چي اوس پر دې باندي قضاوت وکړي چي آيا د هغه ستراتيژي کار وکړی په افغانستان کي که نه. ځکه ځواکونه په دې وروستيو کي ورسېدل.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم