1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"امريکا و نه توانېده د ډيری افغانانو په ژوند کي بدلون راولي"

۱۳۹۰ دی ۱۵, پنجشنبه

روسي کارپوهان وايي، چي په افغانستان کي يو تريليون امريکايي ډالره مصرف سوي دي خو د افغانانو په ژوند کښي هيڅ بدلون نه دئ راغلی. که بنسټيز کارونه تر سره سوي وای، اوس به د ډيرو افغانانو اقتصادي ستونزي حل وای.

https://p.dw.com/p/13eZ0
«ډيری افغانان اوس هم د ماښام ډوډۍ نه لري»
«ډيری افغانان اوس هم د ماښام ډوډۍ نه لري»انځور: AP

د روسيې په فدرالي شورا کي د افغانستان له ولسي جرگې سره د همکارۍ د ډلي مشر ويچسلاو نيکراسوف وايي، چي له هغه وخت راهيسي چي د امریکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه افغانستان ته ننوتلي دي د ځايي خلکو په اقتصادي وضع کي هيڅ بدلون نه دئ راغلی.

«په افغانستان کي د ايتلافي ځواکونو ستره غلطي دا ده، چي دوی و نه سوای کولای په خپل موجوديت سره د هغه هيواد د ډيری وگړيو په اقتصادي ژوند کښي څه بدلون راولي.»

د هغه په خبره په دغه وخت کي يوازي د ۱۰سلني افغانانو اقتصادي وضعيت ښه سوی دئ. هغه هم هغه افغانان دي چي غير قانوني کارونه کوي او هلته ئې ستري ودانۍ ځانونو ته جوړي کړي دي. نور تقريباً ټول خلک د ماښام ډوډۍ نه لري.

لکه څنگه چي د امريکا له کانگرس څخه اورېدل سوي دي، په افغانستان کي يوازي د امريکايي عسکرو مصارف اوس ۵۰۰ ميليادو ډالرو ته رسېدلي دي. او نړيوالي ټولني په تیرو لسو کلونو کي يو تريليون ډالره چي زر ميلياده کيږي د هغه هيواد د ستونزي د حل له پاره مصرف کړي دي.

«په دغه پيسو کيدای سوای د افغانستان د اقتصاد د پياوړتيا له پاره ډير کارونه، لکه د کرهڼي او مالدارۍ سيټم جوړېدل، د اورگاډی پټلۍ غځول، دغه هيواد له بهرنۍ نړۍ سره تړل او داسي نور بنسټيز کارونه تر سره سوي وای.»

هغه وويل، چي په غالب گومان دا ظاهراً د ناټو او واشنگټن هدف نه دئ، چي د افغانستان د اقتصاد د پياوړتيا له پاره دي کار وکړي. ددوی له پاره د افغانستان خاوره يوازي مهمه ده چي هغه پر گاونډيانو باندي د لاس برتوب له پاره و کاروي.

ويچسلاو نيکراسوف دغه راز وايي، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته چي له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه هم ووزي ددغه هيواد ستونزه نه حليږي، ځکه چي امريکا اوس په دې تلاښ کي ده چي له افغانستان سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړي او هلته د ډير عمر له پاره پوځي حضور ولري.

دغه روسی کارپوه وايي، له بده مرغه تمه نه کيږي چي د افغانستان له پاره دي دغه نوی ۲۰۱۲ کال ټاکوونکی وي او يادي دغه کال افغانستان ته سوکالي راوړي.

انترفکس: نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم