1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا ٣٢٠٠ نور سرتېري افغانستان ته استوي

۱۳۸۵ بهمن ۲۶, پنجشنبه

مخکې له دې چې د طالبانو بريدونه د پسرلني موسم په پيل کېدو سره ډېر شي، د امريکا متحده آيالات غواړي چې نور عسکر افغانستان ته واستوي. د امريکې د دفاعي چارو وزارت د چارشنبې په ورځ په واشنگټن کې اعلان کړی دی

https://p.dw.com/p/DKAo
د امريکايي ځواکونو شمېر اوس ٢٧٠٠٠ تنو ته رسېږي
د امريکايي ځواکونو شمېر اوس ٢٧٠٠٠ تنو ته رسېږيانځور: AP
چې د ايټاليې څخه يو پراشوتي غونډ چې ټاکل شوی و عراق ته ولېږل شي به اوس په پسرلي کې په افغانستان کې عمليات پيلوي. د دغو 3200 عسکرو په استولو سره به د امريکايي سرتېرو شمېر په افغانستان کې د 27000 پوځيانو په شاوخوا کې وساتل شي. دا د طالبانو په وړاندې په جگړه کې د امريکايي خبري شبکې سي ان ان په وينا د عسکرو تر ټولو لوړ شمېر دی له هغه وخت راهيسې چې د 2001 کال په پای کې جگړه پيل شوې ده.