1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا پر عربي اماراتو د توغنديو دفاعي سيستمونه پلوري

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۲, جمعه

د پنتاگون په خبره، امريکا پر متحدو عربي اماراتو باندي د دوه ميليارده ډالرو په ارزښت د توغنديو ۱۶۰دفاعي سيستمونه پلوري. امريکا وايي چي دغه پريکړه به په منځني ختيځ کي په ثبات راوستلو کي مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/2craf
USA Militär Raketenabwehr Patriot Rakete
انځور: AP

د امريکا د دفاع وزارت (پنتاگون) وايي، چي د متحدو عربي اماراتو په غوښته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پر هغوی باندي د دوو ميلياردو ډالرو په ارزښت د «پاتريوت» په نوم توغنديو دفاعي سيستم د پلورلو موافقه کړې ده.

پنتاگون وايي چي د متحدو عربي امارتو دولت د ۶۰ «پي ای سي ـ ۳» پاتريوت سيستمونو او ۱۰۰ «جي ای ام- ټي» پاتريوت سيستمونو د پيرودلو غوښتنه کړې وه.

د امريکا د دفاع وزارت په بيانيه کي راغلي دي، د دغو تسهيلاتو پلورل د امريکا متحدو ايالتو د بهرني سياست او ملي امنيت په سمنون او د دغه هيواد د مهم متحد له ځواکمن کولو سره مرسته ده چي په منځني ختيځ کي د سياسي ثبات او اقتصادي پرمختگ لامل دئ.

دغه پريکړه د امريکا متحدو ايالاتو د کانگرس تائيد ته هم اړتيا لري.

دغه خبر منځني ختيځ ته د امریکا د جمهوررئيس دونالد ترمپ تر سفر مخکي اعلانيږي.

امريکا په ۲۰۱۵م کال کي چي په يمن کي پر حوثي ياغيانو باندي د سعودي عربستان بمبارۍ پيل سوې پر عربستان باندي له پاتريوت پلورلو سره موافقه کړې وه.

څو ورځي مخکي رويترز خبري آژانس خبر ورکړی وو چي امريکا متحد ايالات تلاښ کوي چي د ميلياردنو ډالرو په ارزښت پر سعودي عربستان باندي داسي وسلې، لکه «اف ۱۵» جنگي الوتکي، او د جگړې د قوماندې او کنترول سيستمونه وپلوري.