1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا پر ليبيا د بريالي بريد وروسته مسووليت نورو ته سپاري

۱۳۹۰ فروردین ۲, سه‌شنبه

د ليبياپه نظامي عملياتو کښي د امريکاد متحده ايالاتو د محتاطانه دريځ څخه اوباما داسي وښوول ، چي خبره د ملکي کسانو پر دفاع باندي ده او نه د يوه حکومت پر چپه کيدو باندي.

https://p.dw.com/p/RBT2
«د امريکا حکومت نور دې ته تيار ندی چي د نورو دپاره يوازي په اور ورګډ سي»
«د امريکا حکومت نور دې ته تيار ندی چي د نورو دپاره يوازي په اور ورګډ سي»انځور: picture alliance / dpa

د امريکادمتحده ايالاتو جمهورریيس بارک اوباما پر خپله خبره ولاړ دی.

ده د ۲۰۰۹ کال د جون په مياشت کښي د قاهرې په خپله مشهوره وينا کښي ويلي وه چي دی ديموکراسي ، د بيان آزادي ، عدالت او قانونيت د اساسي مدني حقوقو د جملې څخه بولي.

خو په عين حال کښي هره جامعه بايد پخپله دغي نتيجې ته ورسيږي. ده ويلي وه چي «هيڅ دولت اجازه نه لري نورو ته د حکومت کولو ډول وروښيي او هغه ته يې مجبوره کړي.»

دده دغه خبري دډير استقبال وړ وګرزيدې. نړۍ د جورج ډبليو بوش د پر خپل سر کارو څخه ډيره ستړې سوې وه ،چا چي، فکر کاوه عراق ته به غربي ديموکراسي ورصادره کړي.

د امريکا حکومت د ملګرو ملتو دامنيت د شورا د پريکړه ليک سره هغه وخت موافقه وکړه ، چي عربي ليګ ورسره خپل تفاهم اعلان کړی.

دا د فرانسې جمهوررييس ؤ چي د ملګرو ملتو د پريکړه ليک د عملي کولو اعلان يې وکړی ، په پايتخت کښي يې د ليبياپه باب اضطراري جلسې جوړي سوې او هم فرانسوي جيت الوتکي وې چي پر ليبيا باندي يې لومړني نظامي عمليات تر سره کړل .

Libyen 19.03.2011 NO FLASH
انځور: AP

د امريکاد متحده ايالاتو د حکومت نمايندګانو ټينګار کړی دی، چي په دغو عملياتو کښي رهبري کونکی رول په غاړه نه لري او هم نه غواړي ليبياته مځکنی قواوي وليږي.

هغه ګمان چي امريکايان بيا غواړي د بين امللي پوليسو رول په غاړه واخلي ، بايد له منځه ولاړ سي.

خو سربيره پر هغه د امريکا متحده ايالاتو خاصتاً په راکټي حملو کښي اصلي رول پرغاړه درلودی، او همدا امريکايان وه چي پر ليبيا باندي يې د اوله سره د ټولو نظامي عملياتو سازماندهي کوله.

خو دا خبره د جمهوررييس اوباماد محتاطانه خبري کولو د هنر سره په ټکر کښي نده. ده فقط يوې خبري ته اشاره وکړه او ويې ويل چي بل هيڅ هيواد نسي کولای د امريکايانو رول په غاړه واخلي او بيله امريکا څخه په ناټو کښي هم هيڅ شی نه کيږي. خصوصاً چي د اوسنيو نظامي عملياتو د رهبری او قومندې پر سر جنجال رامنځته سوی دی. ځکه نو ناروې د اوس دپاره پر ليبياباندي د خپلو جنګي الوتکو عمليات بيرته بند کړل.

د امريکا حکومت نور دې ته تيار ندی چي د نورو دپاره يوازي په اور ورګډ سي . امريکا د خپلي برخي په اندازه يو څه کوي ،نه ډير او نه لږ . نړۍ نور بايد ددې کار سره عادت سي.

کريستينا/ محمد قاسم نوري

کتونکی: نجيب الله زيارمل