1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا پر پاکستان ۷۰۰ ميليونه ډالره مرستي و ځنډولې

۱۳۹۰ آذر ۲۲, سه‌شنبه

د امريکا د متحده ايالاتو سنا پريکړه کړې، چي پر پاکستان د خپلو مرستو يوه برخه بنده کړي. پاکستان د تروريز پر ضد جگړه کي هر کال د متحده ايالاتو څخه په ميليونونو ډالر تر لاسه کوي.

https://p.dw.com/p/13RYi
اوس مهال پاکستان په بیلابیلو برخو د متحده ایالاتو څخه د میلیاردونو ډالرو په ارزښت مرستې تر لاسه کوي
اوس مهال پاکستان په بیلابیلو برخو د متحده ایالاتو څخه د میلیاردونو ډالرو په ارزښت مرستې تر لاسه کويانځور: picture-alliance/dpa

د متحده ايالاتو سنا ويلي دي، پر پاکستان باندي به دغه مرستي تر هغه پوري بندي وي، تر څو دغه هيواد د ياغيانو په وړاندي جگړه کي نوي ژمني نه وي کړي.

د امريکا سنا ترهغه پر پاکستان د مرستو دغه برخه بنده کړې، تر څو چي دغه هيواد ښکاره کړي چي د «په کور کي جوړ شوو بمونو» په وړاندي سخت ګامونه وا خلي. دغه بمونه په افغانستان کي د ډيرو امريکايي سرتيرو ژوند له خطر سره مخ کړی.

د متحده ايالاتو د سنا غړي، هاورد مکوين، ويلي دي چي امريکا غواړي د پاکستان لخوا داسي ډاډګيرنه تر لاسه کړي، چي دغه هيواد د «په کور کي جوړ شوو» بمونو د مخنيوي له پاره اقدامات تر سر کوي.

متحده ايالاتو د ۲۰۰۱کال څخه را په ديخوا پاکستان ته د۲۰بيليونو ډالرو په ارزښت مرستي ور کړي دي، خو امريکايي قانون جوړونکو بيا د تروريزم په وړاندي جګړه کي د پاکستان هڅي هر وخت تر پوښتين لاندي راوستلي دي.

پاکستاني ملکي مشران کواښ کوي چي پر دغه هيواد د امريکا د مرستو بنديدل به په پاکستان کي د امريکا په وړاندي عامه منفي مفکورې لا په سي پياوړي کړي.

د پاکستان پخوانی جنرال، طلعت مسعود، وايي چي ښايي پاکستان د متحده ايالاتو په هدف پوه شي. هغه وايي د دغو مرستو بندول پاکستان ته يوازي د پيسو نه ورکول نه دي، بلکي له دي کار سره به د پاکستان په وړاندي د متحده ايالاتو رويه تغير وکړي.

«ځکه چي پاکستان به په دې و نه توانيږي چي افغانستان ته دي د المونيم نايتريت قاچاق کنترول کړي.»

امريکا په وار وار له پاکستان څخه غوښتي چي د المونيو نايتريت د توليد مخه و نيسي. دغه مواد په کور کي د بمونو د جوړيدو په موخه استعماليږي.

پاکستان لا تر اوسه پوري په دغه برخه کي کوم عملي ګام نه دئ پورته کړی. کارپوهان وايي چي پاکستان به و نه توانيږي چي له دغه هيواد څخه افغانستان ته د واريديدونکي المونيم نايتريت مخه ونيسي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل