1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په افغانستان کي ستري پروژې تمويلوي

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۱ دی ۲۶, سه‌شنبه

د افغانستان د ماليې وزارت چارواکي وايي، چي د امریکا متحده ايالاتو مرستي چي مخکي يوازي په سلو کي لس د افغانستان د بودجې له لاري مصرفېدې اوس به په سلو کي پنځوس د افغان حکومت د بودجې له لاري مصرفيږي.

https://p.dw.com/p/17K7c
انځور: DW

امريکا ته د افغان پلاوي د وروستي سفر د موافقې له مخي په پلان کي ده د سالنگ لار، مرکزي ولايتونو ترمنځ لويي لاري، د جلال آبادـ پيښور او کندهارـ چمن ترمنځ د اورگاډو پټلۍ، د کونړ او کوکچې د بريښنا د بندونو جوړول او د شبرغان د گازو د بريښنا د توليد فابريکه بيا ورغول سي.

د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخيلوال د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۱۵) په کابل کي په یوه خبري غونډه کي وويل، چي په راتلونکې يوه نيمه مياشت کي به د امريکا متحده ايالات د افغانستان بودجې ته ۸۲۵ ميليونه ډالره ور انتقال کړي:

«د دغه کال له پيل څخه به حد اقل د امریکا متحده ايالاتو د مرستو پنځوس سلنه د افغانستان د ملي بودجې له طريقه په مصرف ورسیږي.»

پر نړيواله ټولنه باندي د افغان حکومت يوه نيوکه داده چي په تيرو لسو کلونو کي ئې بنسټيزي پروژې نه دي تمويل کړي او ډيري پيسې ئې پر لنډمهالو او ناکاره پروژو باندي په مصرف رسولي دي.

په دغه خبري غونډه کي امريکا ته تللی افغان پلاوي د خپلو لاسته راوړنو په اړه خبري وکړې او دا يې ډير مهم سفر وباله.

يو ميليارد ډالره مرسته

د ماليې وزير زاخيلوال وويل، چي په ۲۰۱۳ کال کي به افغانستان د امريکا متحده ايالاتو څخه نزدې يو ميليارد ډالر ترلاسه کړي او د افغان حکومت د بودجې له لاري به مصرف سي. هغه زياته کړه، دا هغه مرسته ده، چي مصر ئې د افغانستان د حکومت په اختيار کي دئ.

زاخيلوال وويل، امريکا موافقه کړې ده، چي له دې وروسته به په سيمه کي له سترو شرکتونو سره قراردادونه کوي، چي په دې ترتيب سره به د بيارغاوني مصرف ډير ارزانه سي، ځکه د هغه په خبره نړيوال شرکتونه د افغانستان د بيا رغاوني له پاره ډيري پيسې تر لاسه کوي.

زاخيلوال وويل: «موافقه سوې ده، هغه پيسې چي موږ ته راکول کيږي او د بودجې له لاري مصرفيږي، موږ دې ته ترجيح ورکوو چي دغه پيسې افغاني قرارداديانو ته ورکړو، که افغانان پيدا نه سي په سیمه کي به ئې نورو شرکتونو ته ورکړو د دې پرځای چي د غربي هيوادونو شرکتونه ئې وړي.»

د اداري فساد په اړه اندېښنه

داسي انديښنې موجودي دي، چي په افغان دولت کي د پراخ اداري فساد له اسيته کيدای سي د امريکا متحده ايالاتو دغه مرستي به سمه نتيجه ورنه کړي.

خو زاخېلوال وويل، هغه مرسته چي افغان دولت ته ورکول کيږي شفافي دي: «په دې کي شک نسته چي د افغانستان په ادارو کي فساد سته خو د مرستي په پيسو کي فساد نسته. هر ډالر چي د حکومت له خوا په مصرف رسېدلی په بدل کي ئې حساب موجود دئ.»