1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په ايران کي پټي جاسوسي شبکې روزي

۱۳۸۷ تیر ۱۰, دوشنبه

د امريکا دمتحده ايالتونوحکومت د ايران د قامی لږه کيو ملاتړ ډيرکړی دی په تيره بيا د بلوڅانو

https://p.dw.com/p/ETbk
د امريکې د متحده ايالاتو او ايران بيرغونه
د امريکې د متحده ايالاتو او ايران بيرغونهانځور: AP Graphics

داسي ښکاري چي د امريکا دمتحده ايالتواوسنی جمهوررييس جورج بوش، دجمهوري رياست په وروستيو مياشتو کي د ټولو موضوعګانو پاکول غواړي.

دی حتی د دوی په خبره دخبيثانو دمحور منحلولو ته چمتو دی چي، شمالي کوريايي وروسته له هغه چي، د اټمي لانجې په پوښتنه کي يې اطاعت وکړی لدې کتار څڅه دسپيني ماڼۍ لخوا را وايستل شوه . اوهمدغه ډول سپيني ماڼۍ دامنلې ده چي اسراييل اوس په نامخامخ ډول او ژر تر ژره په مخامخ توګه هم له سوريې سره دسولي په معاه دې باندي وږغيږي.

که داخبري اتري بريالۍ وي نوکيدای سي، چي د امريکا متحده ايالتونه دغه هيواد هم ددوی په خبره دخبيثانو له ډلي څڅه را وباسي. په هغه صورت کي به بيا دا نور کوم محورنوي. ځکه چي، يوازي ايران پکښي پاتيږي. خو دغه هيواد بايد دخباثت له نامه څڅه د راوتلو هيله هم ونلري. بلکي برخلاف ، داسي ښکاري چي سپيني ماڼۍ پرېکړه کړې ده چي د ايران په وړاندي په قاطعيت سره عمل وکړي.

جورج بوش په لندن کي د بريتانيې د لومړي وزير ګوردن براون سره
جورج بوش په لندن کي د بريتانيې د لومړي وزير ګوردن براون سرهانځور: AP

جمهوررييس بوش اروپا ته په خپل وروستی دخدای پامانۍ په سفر کي څو څو ځلي وويل چي: د هر ډول اقدام لپاره لاري خلاصي پر يښول سوي دي. هغه چا چي ددې خبرو له اورېدوسره، پر ايران باندي د امريکا په بريد باندي فکر کړی يي، اشتباه يي کړې ده. ځکه چي، د بوش مطلب پخپله په ايران کي پټ عمليات وه.

جورج بوش د تير کال په پای کي په کانګرس باندي په برياليتوب سره، په ايران کي د جاسوسي فعاليتونوتمويلول ومنل، او400 مليونه ډالره ورته منظور سول دهغه جزييات دجمهور رييس په فرمان کي راغلي دي چي، اوس « نيويارکر» نومي پاڼي پدی هکله خبر ورکړی دی.

پاڼه لکي چي بوش څنګه د استخباراتو اوپه خپله دايراني مرسته کونکو په کمک سره د ايران دحکومت دثبات دله مينځه وړلو هڅي کوي. ددې طرحي پر يوې برخي باندي د اوږدې مودي رايسي ټول خبر دي ، خو نوې خبره دکانګرس لخوا چي دډيموکراتانو شمير پکښي ډير دی او دهغه د جمهوري رياست کانديد بارک اوباما په ښکاره توګه د ديپلوماسۍ او دخبرواترو پلوي کوي هغي ته دپيسو منظورول دي.

دالامعلومه نده چي، دا پيسې پر څه شی باندی لګول کيږی. او دهمدې لپاره دا ډار مينځ ته راځي چي،کيدای سي چي دناوړه استفادې خبره وي. خو يوه خبره بېخي ښکاره ده هغه داچي: د امريکا دمتحده ايالتونوحکومت د ايران د قامی لږه کيو ملاتړ ډيرکړی دی. په تيره بيا بلوڅانوته چي د افغانستان اوپاکستان دګډو پولو په سيمه کي اوسي او د ايران په جنوب کي ځني چاودني اونوري پېښي ممکن ددې ګډکار نتيجه وي.

د سستان بلوچستان د سيمي يوه برخه
د سستان بلوچستان د سيمي يوه برخهانځور: picture alliance/dpa

خوکار پوهان دبلوڅو دجوندالله له وسله والي ډلي سره له ګډکارڅخه اخطار ورکوي او وايي چي: دا ډله ډيره زورلارې ده او دا اقدام له طالبانو سره دسعودي عربستان او دپاکستان له لاري دمرستو په شان دی دجوند ا لله ډله له طالبانو او ا لقاعدې سره نژدي اړيکي لري، او زور زياتیي ته يي دچمتو والي له امله نوم ايستلی دی.

دغه راز د واشنګټن حکومت د ايران کردانو ته چي دهغه هيواد په شمال لوېديځه سيمه کي د آزاد کر دستان لپاره فعاليت کوي، هم مرسته کوي، او غه راز دمجاهدين خلق له ډلي سره هم دامريکا متحده ايالتونه کمک کوي.

که څه هم د امريکا د متحده ايالتونو دبهرنيو چارو وزارت دا ډله په تروريستانو کي شميري، خو همدا دوی وه چي څو کاله پخوايي امريکاته د ايران د اټومي پروژو په هکله معلومات ورکول . اوله بلي خوا دامريکا متحده ايالتونه نغواړي چي په عراق کی ددوی عسکر د ايران د بريدونو هدف و ګرځي.

دهمدې لپاره پوځي کارپوهان په ايران کي د امريکا د نورو پټوفعاليتونوڅخه خبر ورکوي او ښايي ددې اقدام يو مخالف ددفاع وزير رابرت ګېټس وي