1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په تاجکستان کي د پوځي اډې د جوړيدو خيال نه لري

۱۳۸۹ شهریور ۱۰, چهارشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د مرکزي او جنوبي اسيا د چارو د معين مرستيال رابرت بلايک تيره ورځ په دوشنبې کي خبريالانو ته ويلي دي چي امريکا په پلان کي نه لري چي په تاجکستان پوځي حضور ولري.

https://p.dw.com/p/P1Yr
سپينه ماڼۍ
سپينه ماڼۍانځور: AP

هغه د تاجکستان د جمهورريس سره تر ليدني وروسته وويل چي «موږ هيڅ ډول پلان نه لرو چي په تاجکستان کي کومي پوځي اډې جوړي کړو.»

د روان کال د جون په مياشت کي په تاجکستان کي د امريکا د متحده ايالاتو سفير ګين ګروس په هغه هيواد کي د ۱۰ ملينو امريکايي ډالرو په ارزښت د امنيتي ځواکونو د تمرين د يو مرکز د جوړيدو اعلان وکړی.

خو هغه وويل چي د تمرين دغه مرکز به يوازي د تاجکي امنيتي ځواکونو د پاره وي. هلته به نه امريکايي پوځيان روزونکي او نه به هم امريکايي پوځيان وي.

رابرت وويل:« موږ د تاجکستان د دولت سره د افغانستان سره په سرحدي سيمو کي امنيت ساتلو او د نشه موادو د قاچاق د مخنيوي په برخه کي ډيري ښې اړيکي لرو.»

هغه زياته کړه چي موږ بايد د هغو نشه يي موادو مخه ونيسو چي د افغانستان څخه د تاجيکستان دلاري مرکزي اسيا، روسيې او نورو هيوادونو ته تيريږي.

د هغه په خبره زموږ ددواړو دولتونو تر منځ د نشه موادو د مخنيوي خبره ډيره مهمه ده.

واشنګټن په پلان کي لري چي د مني تر پاي پوري د تاجکستان سره د امنيتي ځواکونو د تمرين د پاره د يو مرکز د جوړيدو سند لاسليک کړي او د ۲۰۱۱ کال د مخه په کار پيل نسي کولای.

تير کال تاجکستان په افغانستان کي د ناټو ځواکونو ته اجازه ورکړه چي د خاوري څخه يې غيري پوځي اکمالات وکړي.

د ۲۰۰۱ کال د مني راهيسي د دوشنبې په هوايي ډګر کي ۳۰۰ تنه فرانسوي عسکر په افغانستان کي د ناټو ځواکونو د ملاتړ په موخه مېشت دي.

په تاجکستان کي دغه راز د روسي ځواکونو يوه اډه سته چي شمېر يې شاوخوا ۶۰۰۰ عسکرو ته رسيږي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم