1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په تاريخ کې تر ټولو ګړندۍ وسله وازمويله

۱۳۹۰ آبان ۲۸, شنبه

امريکايي ساينسپوهانو په بریالې توب سره داسي تجربه تر سره کړي چي په ترڅ کې یوه الوتونکي جسم د ۳۹۰۰ کیلومترو واټن تر ۳۰ دقيقو څخه په کم وخت کي وهلی دی.

https://p.dw.com/p/13DW1
آرشیف انځور: ازمویل شوی ماشین د غږ له سرعت څخه څو وارې ګړندۍ دی
آرشیف انځور: ازمویل شوی ماشین د غږ له سرعت څخه څو وارې ګړندۍ دیانځور: AP

د امريکا د متحده ايالتونو د دفاعي چارو وزارت د ډېر پخوا څخه د يوې داسي وسلې د جوړولو لپاره کار کوي چي په لږ وخت کي د نړۍ هرې برخې ته ورسېدلای سي او خپل هدف له منځه يوسي.

د دا ډول وسلې جوړونې ته ښايي نوموړې هيواد اوس زيات نژدې سوی وي. د پنټاګون لپاره کارکوؤنکي ادارې Advanced Hypersonic Weapon ويلي دي چي يو الوتونکی جسم يا الوتکه يې په بريا سره ازمويلې ده چي په يوه ساعت کي تر ۷۸۰۰ کیلومترو څخه واټن وهلای سي. حال دا چي د ږغ يا صوت سرعت په یوه ساعت کې تقريبا ۱۲۳۵ کیلومتره دی او پدې توګه دغه نوې ازمويل سوې الوتکه تر ږغ لا پنځه چنده زيات سرعت لري.

تر ډیر وخته د متحده ایالاتو د وسلو د جوړولو د ادارې دا هڅي د امکان څخه ليري برېښېدلې چې د صوت د سرعت څخه ګړندې وسلې جوړې کړي. په دې ترڅ کي د روان مېلادي کال په اګست کي د پڼټاګون د وسلې جوړونکي ادارې هغه تجربه هم ناکامه سوې وه چي يو الوتونکي جسم ته یې په یو ساعت کې تر شلو زرو کیلومتره څخه زيات سرعت ورکړی وو.

اوس د امریکا د وسلو جوړولو اداره وايي چي د دغه هیواد پوځ د لومړي ځل لپاره د اوقيانوس د اوبو پر سر د يوه داسي الوتونکي جسم تجربه تر سره کړې ده چي تر ږغ څو چنده زيات سرعت لري. دغې وسلې ته د Advanced Hypersonic Weapon نوم ورکړل سوی دی چي لنډيز يې AHW دی. د امریکا د وسلو جوړولو د ادارې د اعلاميې له مخي دغه تجربه د پنجشنبې په ورځ تر سره شوې ده.

د دغې نوې وسلې ازموينه د متحده ايالتونو د دفاعي چارو د وزارت د هغو هڅو يوه برخه ده چي غواړي داسي وسلې جوړي کړي چي په لږ وخت کي د نړۍ هرې برخې ته خپل توغندي او راکټونه ولېږدولای سي.

اټکل کيږي چي يو وخت به دغه تخنيک د مسافر وړونکي الوتکو لپاره هم په کار واچول سي خو ښايي دا لا ډیر زيات وخت ونيسي.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش