1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په جولای کي د افغانستان او عراق څخه سرتيري باسي

۱۳۸۹ بهمن ۶, چهارشنبه

د امريکا ولسمشر بارک اوباما ويلي دي، چي د روان کال په جولای کي به د افغانستان څخه د سرتيرو په وتلو پيل وکړي او د عراق د پوځي ماموريت يې وروستۍ شيبې دي.

https://p.dw.com/p/QvZe
د امريکا ځانګړي ځواکونه
د امريکا ځانګړي ځواکونهانځور: AP

د بارک اوباما په هغه وينا کي چي د ولس د وضعيت په هکله يې کانګريس ته وکړه، په نړيوالو مسايلو کي تر ټولو مهمه موضوع د افغانستان او عراق راتلونکې په ګوته سوې ول.

د امريکا ولسمشر وويل چي امریکا غواړي په جولای کي د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په وتلو پيل وکړي.

« د هغوی سخته جگړه په مخ کي ده، او افغان حکومت ته په کار ده چي هيواد په اغېزناک ډول کنترول کړی. موږ د خپله اړخه هغه امکانات نور هم قوي کو تر څو د افغانانو سره مو همکارۍ نوري هم ټينگي سي.»

د هغه په خبره په روان کال کي به شاوخوا ۵۰ هيوادونه زموږ سره په هغه برخه کي کار کوي چي په خپله افغانانو ته د مسوليت سپارلو پروسه ويل کيږي او نور به د افغانستان امنيتي ځواک د خپل هيواد ساتنه په خپله کوي. خو په جولای کي به موږ د خپلو ځواکونو په وتلو پيل وکړو.»

د امريکا ولسمشر بارک اوباما کانگرس ته د ولس د وضعيت په نامه وينا کي وويل، چي:

« زموږ د قهرمانو سرتيرو په فعاليت او د ولس په ملاتړ اوس په افغانستان کي ډير لږ افغانان د طالبانو تر کنترول لاندي دي.»

اوباما د عراق په اړه وويل چي: « په روان کال به مخکي تر دې چي موږ په عراق کي خپل ماموريت ته د پای ټکی ږدو او ځني وزو، زموږ ملکي مارموريت د عرقيانو سره د ښه همکارۍ د ساتلو او ټينگولو په موخه کار کوي.»

هغه وويل امريکا په عراق کي خپلي ژمني تر سره کړې او اوس يې د ماموريت وروستۍ شيبې دي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکیم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل