1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په خليج کي لايزري وسلې آزمويي

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ فروردین ۲۰, سه‌شنبه

د امریکا سمندري ځواکونو د دوشنبې په ورځ وویل چې غواړي په راتلونکې کال کي یوه لایزري وسله وآزمويي چې د بې پیلوټه الوتکو او کوچنيو کښتیو د په نخښه کولو له پاره به وکا رول شي.

https://p.dw.com/p/18CBI
Marines of 1st Battalion 2d Marines depart the North Carolina state port in Morehead City, North Carolina 11 January, 2003 on the USS Ponce for duty with the 2d Marine Expeditionary Brigade and further duty as directed. US forces in the Gulf region will be bolstered this month by the addition of some 35,000 troops, bringing the total to 120,000. Fotograf: JOHN ALTHOUSE dpa / Eingestellt von wa
USS Ponce / US-Armee / Kriegsschiff / Marine / Navyانځور: picture-alliance/dpa

دغه پوځي آزموینه به په راتلونکو اتلسو میاشتو کې د فارس خلیج په امریکايي کښتۍ کې ترسره شي.

پر دې سربیره د امریکا سمندري ځواکونو د دغي وسلې د یو شمیر آزموینو ویدیوگانې چې لا تر دې مخکې ډکې شوې وي خپرې کړي دي.

په دغو ویدیوگانو کې ښوول شوي دي چې دغه وسله څرنگه بې پیلوټه الوتکي او وړوکي کښتۍ له منځه وړي.

دغه اعلان ښايي ایران ته یو گواښ وي، چې په خلیج کې په کوم اقدام لاس پورې نه کړي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو وختونو کې پر ایران باندې د دې هیواد د اتومي شخړې له کبله نړیوال بندیزونه لا پسې ډیر شوي دي.

له ایران سره د دغه هيواد د اتومي پروگرام په اړه د آلمان په شمول د امنیت شورا د دایمي غړو هیوادو وروستۍ خبري اتري هم کومي نتيجې ته و نه رسیدې.

د امریکا متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د څېړنیزي ادارې مشر ماتیو کلوندر، دا خبره روښانه کړې ده چې دغه لايزري وسله څومره لیري اهداف په نخښه کولای شي.

د دغې وسلې لایزر پرته له ځانگړو وسایلو په سترگو نه ليدل کيږي. پر دغه لايزري وسلې باني د امریکا متحده ایالاتو سمندري ځواکونو۴۰ میلیونه ډالر مصرف کړي دي.

پر دې وسلې باندې له تیرو شپږو کلونو راهیسې کار روان وو. د سمندري ځواکونو په حواله په دغه سیستم باندي د هري پوځي کښتۍ سمبالول به ۳۸ میلیونه ډالر لگښت وغواړي.

د امریکا کانگرس څیړنیزې څانگې ویلي دي چې دغه وسله د امریکا سمندري ځواکونو ته ډیر چانسونه برابروي. د هغه په خبره دغه ډول وسلې کولای شي چې د سمندري ځواکونو په تکتیک، د کښتویو په جوړښت او پلانونو کې بدلون راولي.