1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په سوريه کې پوځي فشار ډېروي

آژانسونه/ نسیم صابر۱۳۹۴ آبان ۹, شنبه

په داسې حال کې چې په ويانا کې د سوريې د کړکېچ په هکله ديپلوماتان سلا مشورې کوي، واشنګټن اوس پوځي فشار ډېروي: د ځانګړو ځواکونو يوه وسلواله ډله د داعش په وړاندې جګړه پيلوي.

https://p.dw.com/p/1GxXd
انځور: Lucas Jackson/AFP/Getty Images

خو سپينه ماڼۍ تاکيد کوي چې دا پرېکړه د تګلارې د بدلولو معنی نه لري. د سوريې کړکېچ ځپلې خاورې ته د ځانګړو ځواکونو د استولو تر پرېکړې وروسته، د امريکا متحدو آيالاتو حکومت په دغه هېواد کې د خپلې اصلي تګلارې د تغييرولو خبره رد کړې ده.

د ولسمشر، باراک اوباما وياند، جوش ايرنست، په سپنه ماڼۍ کې وويل چې «په ماموريت کې څه بدلون نه دی راغلی.» تر دې وړاندې هم د ده په خبره ځمکني عمليات شوي دي. د بهرنيو چارو د وزارت وياند، جان کېربي، وويل چې ماموريت نه بدليږي، بلکې اوسنۍ هڅې په سوريه کې يوازې «ګړندۍ» کيږي.

اوباما د ده په خبره د ۲۰۱۴ کال په سپتمبر کې اعلان کړی و چې امريکايي عسکر به په سيمه کې جنګيالي وروزي او مشورې به ورکړي. دغه څرګندونې ايرنست د جمعې په ورځ وکړې او زياته يې کړه چې د سوريې په خاوره کې د يرغمل شويو امريکايانو د خلاصون او د «اسلامي دولت» يا داعش ترهګرې ډلې د لوړپوړو مشرانو د وژلو يرغلونه پخوا هم شوي دي. د امريکا په بهرنيو چارو وزارت کې د سوريې پخواني خاص استازي، فرېدريک هوف، وويل چې «سوريې ته د ګوتو په شمېر د ځانګړو ځواکونو استونه به وضعيت چندانې بدل نه کړي.»

سوريې ته څه کم ۵۰ سرتېري لېږل کيږي

د «اتلانتيک کاونسيل» په نوم د فکري مرکز استازی، فيصل ايتاني، د ځواکونو د لږ شمېر سربېره هم دا د واشنګټن له خوا «مهم ستراتيژيک بدلون» بللی دی. اوباما د جمعې په ورځ سوريې ته د څه کم ۵۰ عسکرو لېږلو اعلان کړی و. سربېره پر دې هغه د ترکيې انچرليک هوايي اډې ته د يو شمېر آی ۱۰ او آی ۱۵ ډوله جنګي الوتکو د استولو خبره هم کړې ده.

د عراق له حکومت سره په همغږۍ دې همداراز يوه عملياتو کوماندو هم جوړ شي، څو د داعش پر مشرانو او د هغوی پر شبکې باندې بريدونه همغږي شي. په سوريه کې د څلور نيمو کلونو راهيسې د اسد د رژيم او ياغي ډلو تر منځ خونړۍ جګړه روانه ده چې لږ تر لږه ۲۵۰۰۰۰ انسانان پکې وژل شوي دي. څه نا څه ۴،۲ ميليونه سوريايان نورو هېوادونو ته تښتېدلي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب