1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

امريکا په کابل کې خپل سفارت ته څېرمه چاودنه تائيد کړې

۱۳۹۸ شهریور ۲۰, چهارشنبه

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت ويلي دي چې په کابل کې یې سفارت ته څېرمه يوه چاودنه شوې ده.

https://p.dw.com/p/3PNjq
Afghanistan Explosion nahe US-Botschaft in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

په واشنگنټن کې د پنتاگون يا امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت يوه چارواکي وویل: «موږ دا خبره تائيدو چې د سه شنبې په ناوخته ماښام په کابل کې د امريکا سفارت ته څېرمه يوه چاودنه شوې ده.» خو هغه زياته کړه چې «امريکايي پرسونل ته د چاودنې له کبله هیڅ مستقيم زيان نه دی رسېدلی.»

د وزارت له خوا د چاودنې په اړه سملاسي نور جزيات نه دي ورکړل شوي او نه يې هم تر اوسه پوري چا مسئوليت پر غاړه اخيستی دی.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې ده چې په امريکا متحده ايالاتو کې د چهار شنبې په ورځ په نيويارک او واشنگټن کې د سپتمبر د ۱۱ نیټې د ترهگریزو بريدونو ۱۸ کاله پوره کيږي.

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د شنبې په ورځ له طالبانو سره له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د راايستلو په اړه کابو نهايي شوې خبرې اترې ودرولې.

ترمپ له هغه وروسته وويل چې له طالبانو سره خبرې اترې «مړې» شوي دي. طالبانو هم پر دې غبرگون وښود او ویې ويل چې په افغانستان کې به د امريکايي ځواکونو پر ضد خپلې جگړې ته دوام ورکړي.

په ۲۰۰۱ م کال کې په واشنگټن او نيويارک کې د القاعدې شبکې په ترهگریزو بريدونو کې کابو ۳۰۰۰ انسانان وژل شوي ول. د القاعدې شبکې سره تړاو لرونکو هغه مهال په نيويارک کې پر غبرگو تجارتي ودانيو او همدا راز پر پنتاگون د الوتکو بریدونه کړي ول. يوه بله الوتکه په پنسلوينيا کې رالوېدلې وه.

د چهار شنبې په ورځ د (سپتمبر ۱۱) پر نورو سربیره په نيويارک کې د دغي پېښې د يادون څلي ته څيرمه يوه ياد غونډه جوړيږي. ترمپ بيا په پنتاگون کې په يوه ياد غونډه کې برخه اخلي.

BS/NZ (dpa)