1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: ښايي بهرني ترهګر د بګرام زندان ته وليږل سي

۱۳۸۹ فروردین ۲, دوشنبه

د لاس انجلس تايمز د ورځپاني د يو رپوټ له مخي چي پرون خپور شوي دي، امريکايي چارواکي په دي هکله فکر کوي چي آيا نړيوال مشکوک ترهګر په افغانستان کي د بګرام په ستري هوايي هډي کي وساتي که نه...

https://p.dw.com/p/MYua
خو افغانستان ته د بهرنيو ترهګرو د لېږلو سره امریکايي جنرال ميک کرسټل مخاليف دی
خو افغانستان ته د بهرنيو ترهګرو د لېږلو سره امریکايي جنرال ميک کرسټل مخاليف دیانځور: dpa

د امريکا متحده ايالاتو د حکومت په دننه کي په دي موضوع باندي اختلاف نظر پيدا شوي دي. هغي ورځپاڼي د يوي نه نومول شوي امريکايي سرچيني له خولي وويل چي د جمهور رييس بارک اوباما د اداري ځيني چارواکي له دي پلان سره مخالفت کوي.

لاس انجلس تايمز په خپل رپوټ کي وايي: د مخالفينو په جمله کي يو هم په افغانستان کي د ناتو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ميک کريستل دی او البته هغه يواځي هم نه دي، ځيني نور لوړ پوړي کسان هم د هغه له دا ډول مخالفت څخه ملاتړ کوي.

د لاس انجلس تايمز د رپوټ له مخي، جنرال ميک کريستل او د هغه ملګري چارواکي انديښنه لري: که چيري د بګرام هوايي هډي بنديخانه ستره کړاي شي او نړيوال مشکوک ترهګر د نړي له ګوټ ګوټ څخه راټول کړاي شي او هلته بيا بنديان کړاي شي، دا به په افغاسنتان کي د امن د راوستلو او د ثبات د ټينګښت د هڅو لپاره سخت تاوان ورسوي.

خو چارواکو وويل: د متحده ايالاتو حکومت چي د مشکوکو ترهګرو د ساتلو لپاره ځيني نور ځايونه لری او هلته تري تحقيقات کيږي، بنديانو اجازه نه ورکوي چي د متحده يالاتو قضايي ارګانو سره د خپلو حقوقو د دفاع لپاره تماس ونيسي.

جمهور ريس بارک اوباما د خپل رياست له پيل سره ژمنه وکړه چي د يو کال په موده کي به د ګوانتانامو زندان وتړي، خو لا تر اوسه يي خپله دا ژمنه پوره کړي نه ده. په دی برخه کی له خنډونو سره مخامخ شوی دی.

د لاس انجلس تايمز ورځپاڼي په خپل رپوټ کي يادونه کړي، چي متحده ايالاتو حکومت چي نه شي کولي له خپل هيواد څخه بهر مشکوک ترهګر واستوي، ښايي مجبوره کړای چي هغو يا بهرنيو حکومتونو ته وسپاري او يا يي حتي ووژني.

ورحپاڼه زياتوي: تير کال امريکايي ځواکونو يو مشکوک ترهګر، صالح علي شاه نبهان، .د سوماليا په جنوب کي د دي پر ځايي چي هغه ژوندي ونيسي، د يوي څرخي الوتکي حملي سره يي وواژه. حال دا چي حکومتي چارواکو په دي هکله بحث کاوه چي هغه بايد ژوندي ونيول شي. خو وروسته يي تصميم ونيو چي هغه مړ کړي، ځکه هيڅ ځاي نه وه چي هغه بندي وساتل شي.

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل