1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

امریکايي بې پیلوټه الوتکې په پاکستان کې اوه جنګیالي وژلي

۱۳۹۶ بهمن ۲۰, جمعه

د پاکستان یوه استخباراتي چارواکي ویلي دي چې د امریکا یوې بې پیلوټه الوتکې د دې هیواد په قبایلي سیمه کې د جنګیالیو یو مرکز په نښه کړی او د حقاني شبکې اووه جنګیالي یې وژلي دي.

https://p.dw.com/p/2sQ5f
US-Drohnen in Afghanistan
انځور: picture alliance/Pacific Press/A. Ronchini

د پاکستان د استخباراتي ادارې دغه چارواکي د جمعې په ورځ د (۲۰۱۸م کال د فبروري میاشتې په ۹مه نیټه) وویل چې د بې پیلوټه الوتکې برید د پنجشنبې ورځې په پیل کې د شمالي وزیرستان د ګورواک کلی په نښه کړی. په دې سیمه کې د پاکستان د پوځ تر عملیاتو وړاندې، د ځايي او بهرنیو ترهګرو د مرکزونو څخه یو وو.

د استخباراتي ادارې دغه چارواکي چې د نوم د نه بربنډیدو په شرط خبرې کړې دي ځکه له رسنیو سره د معلوماتو شریکولو اجازه نه لري. سرچینې ویلي چې د پنجشنبې د ورځې د برید هدف د حقاني شبکه وه.

د دې برید پخلی په داسې وخت کې کیږي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی، له پاکستاني چارواکو سره د خبرو په موخه اسلام آباد ته رسیدلی. پاکستان تل د دغه راز بریدونو مخالفت کړی او وايي چې دغه بریدونه د دوی ځمکنۍ بشپړتیا تر پښو لاندې کوي.

حقاني شبکه څوک دي: