1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکايي ځانګړي ځواکونه له وردگو څخه وځي

مسعود جهش (اسوشیتد پرس)۱۳۹۱ اسفند ۳۰, چهارشنبه

چارواکو ویلي دي چې افغان حکومت او امریکايي ځواکونه د چهارشنبې په ورځ یوې موافقې ته سره رسیدلي دي چې له مخې به یې امریکايي ځواکونه لومړی د وردگو ولایت له نرخ ولسوالۍ او بیا په تدریجي ډول د ولایت له ټولو برخو څخه ووځي.

https://p.dw.com/p/180ps
انځور: Reuters

تر دې مخکې افغان ولسمشر حامد کرزي، پر امریکايي خاصو ځواکونو او د هغوی پر افغان ملګرو باندې تور لګولی وو چې د وردگو په ولایت کې یې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي. خو امریکايي ځواکونه دغه تورونه په کلکه ردوي.

پر دې سربیره هم په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو په یوه بیانیه کې د خپل عمومي قوماندان جنرال جوزیف دانفورد، په حواله لیکلي دي چې له ولسمشر کرزي سره یوې موافقې ته رسیدلی دی چې له مخې به یې امریکايي ځواکونه لومړی د نرخ له ولسوالی څخه ووځي او بیا په تدریجي ډول ټول وردگ ولایت افغانانو ته وسپاري.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي، د چهارشنبې په ورځ د دغې موافقې تر سره کیدل تائید کړل. هغه وویل: «نړیوال ځواکونه چمتو دي چې خپل خاص ځواکونه د وردگو له نرخ ولسوالی څخه راوباسي. په نزدې ورځو کې به افغان ځواکونه د هغوی ځای ونیسي.»

په همدې حال کې یوه امریکايي پوځي چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي دي چې د امریکايي خاصو ځواکونو یوه وړوکې ډله او هغه افغان ځواکونه چې له دې ډلې سره کار کوي د نرخ له ولسوالۍ څخه راووځي. دغه موافقه د ولسمشر کرزي له پاره یوه سیاسي بریا ده چې تر دې مخکې یې شکایت کاوه چې امریکايي ځواکونه یې له کنترول څخه وتلي دي.

تر دې مخکې افغان او بهرنیو ځواکونو په دې اړه اندیښنه څرگنده کړې وه چې افغان ځواکونه لا تر اوسه پورې په هغه اندازه تجربه او وړتیا نه لري چې د وردگو ولایت په څیر کلیدي سیمې بشپړ امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخلي. طالبان او د حقاني ډله د وردگو او لوگر ولایتونو له لاري پر کابل باندې بریدونه کوي. یوازي د تیري جمعې په ورځ افغان ځواکونو د کابل ولایت په ختیځه سيمه کې له یوې لارې څخه ۸.۸ ټنه چاودیدونکي مواد ونیول.

مخکې له دې چې د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو تر منځ د موافقې په اړه خبرونه خپاره شي، د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي، ویلي ول چې د وردگو ولایت امنیتي مسئولیتونه به په تدریجي ډول افغانانو ته وسپارل شي تر څو دا خبره وآزمویل شي چې آیا افغان ځواکونه کولای شي چې په یوازیتوب د دغه ولايت امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخلي او که نه.

فیضي همداراز په روانه اوونۍ کې ټینگار کړی وو چې داسې یوه ویدیو یې تر لاسه کړې ده چې ښيي یو «افغان-امریکايي» وگړی په افغانستان کې له یوه تورن وگړي سره د امریکایي ځواکونو په امر له تاوتریخوالي ډک چلند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو قوماندان جنرال دانفورد، د دوشنبې په ورځ له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په یوه مرکه کې د داسې شواهدو موندل کیدل رد کړل چې وښيي امریکایي ځواکونه له تورونو کسانو سره بد چلند کوي.

دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې د دې تړون له مخې به په ټول افغانستان کې د امریکايي خاصو ځواکونو پوستې وتړل شي او که نه. په ډیرو ځایونو کې له دغو خاصو ځواکونو سره سیمه ییز افغان ځواکونه هم همکاري کوي. پر دغو افغان سیمه ییزو ځواکونو باندې له بشري حقونو څخه د سرغړونې تورونه لگول شوي دي.

خو امریکايي چارواکي بیا د نوم د نه اخیستلو په شرط وایي چې سیمه ییز افغان ځواکونه د طالبانو پر ضد جگړه کې ډیر مهم نقش لوبوي.