امریکايي ځانګړي ځواکونه یوځل بیا هلمند ته لیږل شوي

د متحده ایالاتو ځانګړي ځواکونه یو ځل بیا هلمند ولایت ته رسیدلي چیرته چې په ۲۰۱۴م کال کې د ناټو د ماموریت تر پای ته رسیدو مخکې امریکايي ځواکونه له سختو جګړو سره لاس او ګریوان وو.

د تریاکو د کرکیل یو له مهمو ولایتونو یعنې هلمند ولایت ته د ۳۰۰ امریکايي سرتیرو لیږل چې د لومړي ځل له پاره د روان کال په جنوري میاشت کې اعلان شوی وو، د طالبانو د پسرلني عملیاتو تر اعلان یوازې یوه ورځ وروسته دې ولایت ته لیږل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې د ترمپ اداره غواړي په افغانستان کې خپله نوې ستراتیژي طرح کړي.

د فرانسې خبري آژانس په یوه انځور کې لیدل کیږي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان، جنرال جان نیکلسن په ۲۰۱۴م کال کې د ناټو د ماموریت تر پای ته رسیدو وروسته د لومړي ځل له پاره ، د امریکايي ځانګړو ځواکونو یا مرین یوه ډلګې ته د ښه راغلاست په مراسمو کې برخه اخلي.

د کلونو راهیسې د افغانستان هلمند ولایت د امریکايي او بریتانوي ځواکونو د پوځي مداخلي اصلي سیمه ګڼل کیده. د هلمند ولایت د ټولو ۱۴ ولسوالو څخه ۱۰ ولسوالۍ یې یا د یاغیانو تر ولکې او یا یې هم د کنټرول له پاره هڅې کوي. په دې ولایت کې د پراخه تریاکو د کرکیل له امله، ترهګري تمولیږي.

له دې ولایت څخه په ۲۰۱۶م کال کې کابو ۳۰ زره کسان نورو ځایونو ته په تیښته مجبور شوي وو او زیاتر دغه کسان بیا د دې ولایت مرکز لشکرګاه تللي دي. د مرکز شاوخوا ولسوالیو ته نښلیدونکو لارو باندې یاغیانو ګڼ شمیر ماینونه خښ کړي دي.

اوسمهال د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې ۸۴۰۰ سرتیري لري. د امریکايي سرتیرو ترڅنګ ۵۰۰۰ نور بهرني سرتیري بیا د ناټو په چوکاټ کې په ماموریت بوخت دي. جنرال نیکولسن تر دې مخکې د یاغیانو د ځپلو له پاره د څو زره نورو بهرنیو سرتیرو غوښتنه کړې وه.

په کابل کې میشت تقاعد شوی جنرال، میرزا محمد یارمند د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کې خوشبیني څرګنده کړه او ویې ویل چې «که په جنوبي هلمند ولایت کې افغان او امریکايي ځانګړي ځواکونه له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه وکړي، نو موږ به ښې پایلې ترلاسه کړو.»

بل لوري ته بیا د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون د جمعې په ورځ وویل چې ډیر امکان لري چې افغان او امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې مشر وژلی وي.

د پنتاګون د معلوماتو په حواله د چهارشنبې په شپه د ننګرهار په ولایت کې افغان او امریکايي ځواکونو په یوه برید کې د داعش ډلې مشر عبدالحسیب په نښه کړی دی. امريکايي چارواکو ویلي چې په دې عملیاتو کې ۴۰ ځانګړي امریکايي سرتیرو او ۴۰ افغان کمانډو سرتیرو برخه درلوده او د ننګرهار ولایت د مهمند درې په ولسوالۍ کې په هغه سیمه کې یې عملیات ترسره کړي چیرته چې د داعش ډلې مشر عبدالحسیب میشت وو.

د دې ترڅنګ امریکايي چارواکو همدا راز په دوستانه ډزو کې د دوه امریکايي سرتیرو د وژنې د پیښې د څیړنې خبر ورکړی دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.06.2015):

ځایي اتل: عبدالغفور شپږ زره ماینونه شنډ کړي

عبدالغفور افغانیار، هغه ځوان دی چې په ۱۳۸۹ لمریز کال کې يې د افغانستان په ملي پولیسو کې دنده پیل کړه.

ځایي اتل: عبدالغفور شپږ زره ماینونه شنډ کړي

هغه په لومړي سر کې په پولیسو کې معمولي دنده درلوده او په هلمند ولایت کې یې کار کاوه.

ځایي اتل: عبدالغفور شپږ زره ماینونه شنډ کړي

عبدالغفور چې کله په دې پوه شو چې ماینونه او بمونه د ملکي کسانو د سترې مرگ ژوبلې سبب گرځي، نو د چاودیدونکو توکو د شنډولو څانگې ته ورغی.

ځایي اتل: عبدالغفور شپږ زره ماینونه شنډ کړي

امریکایي ځانگړو ځواکونو هغه ته په لنډه موده کې روزنه ورکړه او د ماینونو په شنډولو یې پیل وکړ.

ځایي اتل: عبدالغفور شپږ زره ماینونه شنډ کړي

عبدالغفور، تر همدا تیرو اتو میاشتو پورې په تشو لاسونو بمونه شنډول. هغه وایي چې یوه ورځ یې آن تر ۴۰۰ ماینونه شنډ کړي دي، چې د طالبانو په یوه ډیپو کې کشف شول.

ځایي اتل: عبدالغفور شپږ زره ماینونه شنډ کړي

عبدالغفور له هغه وخته چې د ماینونو د شنډولو په برخه کې په کار پیل کړی دی، په دې توانیدلی دی چې تر شپږو زرو زیات ماینونه، بمونه او چاودیدونکي توکي شنډ کاندي.

ځایي اتل: عبدالغفور شپږ زره ماینونه شنډ کړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وروستیو وختونو کې د هغه کار وستایه او هغه لومړي ساتنمن رتبې ته ترفیع وکړه. په دغه انځور کې عبدالغفور د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معین جنرال محمد ایوب سالنگي سره لیدل کیږي.

ځایي اتل: عبدالغفور شپږ زره ماینونه شنډ کړي

د سیمي خلک وایي چې عبدالغفور د چاودیدونکو توکو په شنډولو سره د ډیرو خلکو ژوند ژغورلی دی.

ځایي اتل: عبدالغفور شپږ زره ماینونه شنډ کړي

هلمند د افغانستا يو له ناامنو ولايتونو څخه دی چې تل پکښې د یاغیانو له لوري ماینونه ځای پر ځای کیږي. زیاتره وخت ملکي کسان د دغو بمونو قرباني کیږي.

ځایي اتل: عبدالغفور شپږ زره ماینونه شنډ کړي

ځایي خلک عبدالغفور د یوه ځایي اتل په توگه پیژني او هغه ته ځانگړي احترام لري.


 

موږ تعقيب کړئ