1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکايي چارواکو د کرزي خبرې وستایلې

۱۳۹۰ بهمن ۲۸, جمعه

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنيتا، د پنج شنبې په ورځ د ولسمشر کرزي هغه خبري وستایلې چې ویلې ئې وو چې افغان حکومت د طالبانو او امریکایانو تر منځ په خبرو اترو کې ونډه لري.

https://p.dw.com/p/144cK
انځور: dapd

کرزي له وال ستریت ژورنال سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې افغان حکومت له طالبانو او امریکایانو سره درې اړخیزه خبرې اترې کړي دي چې د افغانستان لس کلنې جگړې ته د سولې له لارې د پاې ټکی کښيږدي.

پنیتا په پنتاگون کې خبریالانو ته وویل چې د ولسمشر کرزي خبرې ښیي چې اوس افغانستان د سولي به بهیر کې ونډه لري. د پنیتا په خبره دا مسئله د سولې د بهیر د کامیابېدو له پاره ډیره مهمه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د ولسمشر کرزي خبرې رد کړي دي او ویلي ئې دي چې طالبانو له افغان حکومت سره خبرې اترې نه دي کړي.

که د افغانستان د سولې د بهیر په ترڅ کې درې اړخیزه خبرې اترې تر سره شوي وي نو دا کیدای شي په دغه هیواد کې د روان کړکیچ په له منځه وړلو کې ډیره مرسته وکړي. طالبانو ویلي دي چې دغه ډله به یوازي له امریکایانو سره خبري اترې وکړې.

افغان چارواکو اسوشیتید پریس ته د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي دي چې متحده ایالاتو تیره میاشت دا خبره ومنله چې د طالبانو او امریکایانو په راتلونکو غونډو کې به د افغان حکومت استازي هم گډون وکړي خو امریکایانو د دغې خبرې پخلی نه دئ کړی.

دا په داسې حال کې ده چې ځنې امریکایي چارواکو د کرزي دا خبره چې گواکې افغان دولت د امریکا او طالبانو تر منځ په خبرو اترو کې ونډه لري تائید کړي نه ده. د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني، ویلي دي چې امریکا غواړي په افغانستان کې د سولې هر بهیر د افغان حکومت په مشري وي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو یوه ویاند بیا د کرزي د خبرو هرکلی کړی دئ او ویلي ئې دي چې دا بهیر د افغانستان د کړکیچ د حلولو له پاره سمه لاره ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولاند، بیا ویلي دي چې د ولسمشر کرزي خبرې ښيي چې افغان دولت د سولې په بهیر کې ونډه لرلو ته چمتو دئ. هغې زیاته کړې ده چې نه غواړي د ولسمشر کرزي د خبرو د دقیقوالي په هکله څه ووایي خو د نولاند په حواله هغه څه چې د کرزي له وروستیو خبرو څخه معلومیږي هغه دا دي چې افغان حکومت اوس له دغه بهیرسره ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د دفاع وزیر توماس دیمزیر، چې اوس د متحده ایالاتو په سفر بوخت دئ ویلي دي چې د افغانستان د سولي د بهیر په هکله که هر څومره کمي خبري وشي په هماغه اندازه به دغه بهیر ته گټه ولري.

مسعود جهش (اسوشیتد پرس)
کتونکی: سید ریاض