1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امریکایانو د بریتانويانو په مخ کې ربړولم»

۱۳۹۴ آذر ۲۳, دوشنبه

په ګوانتانامو زندان کې وروستي بریتانوي بندي، یوې ورخپاڼي ته ویلي دي، کله چې په افغانستان کې امریکایي ځواکونو هغه ربړاوه، نو بریتانیايي سرتیرو د دې وضعیت شاهدان وو.

https://p.dw.com/p/1HMwt
Guantanamo Camp 4 Symbolbild CIA Folterprogramm
انځور: picture-alliance/ZUMA Press

د سعودي عربستان پر اصلي وګړی شاکر امیر، باندي د امریکایي ځواکونو له خوا د دې شک شوی وو چې هغه په افغانستان کې له القاعدې سره همکاري لري. خو پر هغه باندي هیڅ کله هم یو رسمي تور نه وو لګول شوی.

امیر، تر ۱۳ کلونو وروسته په اکتوبر میاشت کې له ګوانتانامو زندان څخه آزاد شو. هغه ویلي دي چې ګوانتانامو ته تر لیږدولو مخکې، د افغانستان په بګرام هوایي اډه کې په یوه پنجره کې ساتل کیدی. د امیر په خبره امریکایي ځواکونو هغه وهلي او خوب ته یې نه دی پرې ایښی.

هغه ویلي دي: «هغوی [امریکایانو] زه په دې تور نولی وم چې په توره بوره کې مي د اسامه بن لادن په څنګ کې جګړه کړې ده. پر ما یې تور لګاوه چې زه د وسلو د زېرمو مسئول وم، ترهګر مي ګومارل. خو زه یوازي د څو اوونیو له پاره په افغانستان کې وم.»

شاکر امير
شاکر اميرانځور: Picture alliance/AP Photo

هغه زیاته کړې ده: «یوه امریکايي زما سر له دیواله وواهه، ما د دې له پاره چې ډیر ژوبل نه شم سر مي راپورته کړ، خو هغه بیا زما سر له دیواله وواهه.»

امیر، روښانه کړې ده چې یوه بریتانوي چې د ده په باور د هغه وخت له لومړي وزیر توني بلیر سره یو ځای په یوه الوتکې کې افغانستان ته راغلی وو، له ده څخه د امریکایانو له خوا د څېړنو او ربړونو پر مهال په خونه کې موجود وو، خو د ربړوني د مخنیوي په موخه یې مداخله و نه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د بريتانيا حکومت یوه ویاند بیا د ربړوني پر مهال د خپل کوم استازي یا غړې خبرې رد کړې دي.

له بلې خوا بیا د سکاتلند پخواني لومړي وزیر الیکس سالموند، ویلي دي چې د بريتانيا پخوانی لومړي وزیر توني بلیر او د هغه د کورنیو او بهرنیو چارو وزیر جک ستیو، باید په دې اړه پوښتنې ځواب کړي.

هغه له BBC سره په خبرو کې ویلي دي: «هغوی څرنګه کولای شي چې د یوه بریتانیاوي وګړي له برخه لیک څخه خبر نه وي.»