1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکایي ځواکونو په لېبیا او سومالیا کې عملیات تر سره کړي

سید ریاض (دویچه ویله)۱۳۹۲ مهر ۱۴, یکشنبه

امریکايي ځانگړو ځواکونو په لېبیا کې د القاعدې شبکې یو مهم مطلوب کس نیولی دی. د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې امریکایي سمندري ځواکونو د نایروبي د خرڅلاو بازار د پیښې د غچ اخیستلو په موخه په سومالیا کې هم چاپه وهلې ده.

https://p.dw.com/p/19uN2
انځور: picture-alliance/AP

د امریکا متحده ایالاتو ځانگړو ځواکونو د اوونۍ په پای کې په سومالیا او لېبیا کې د مهمو اسلامپالو وسلوالو پر ضد عملیات تر سره کړل. په دې ترڅ کې د القاعدې سره تړاو لرونکی یو مهم کس په لېبیا کې نیول شوی دی چې ویل کیږي په ۱۹۹۸م کال کې په کینیا او تانزانیا کې د متحده ایالاتو پر سفارتونو باندې له بریدونو سره تړاو لري.

امریکایي ځانگړو ځواکونو د لېبیا د پلازمینه طرابلس د ښار د باندې ابو اناس اللیبي، نیولای دی. کله چې په ۲۰۰۰م کال کې د نیویارک یوې محکمې نوموړی ۴۹ کلن په ختیځه افریقا کې پر سفارتونو باندې د بمي بریدونو مسؤل وپیژاند، نو له هغې راهیسې د امریکا متحده ایالات د هغه په لټه کې ده. ایف بي آی، د نوموړي تن پر سر د پنځه میلیونه امریکایي ډالرو انعام ایښې وو.

د اللیبي د ورور د وینا له مخې کله چې سهار وختي هغه (اللیبي) غوښتل د کور د باندې موټر پارک کړي، درې نورو موټرو هغه محاصره کړ. هغه زیاته کړې ده چې د هغه د موټر ښيښې ماتې کړی شوی او د بې وسله کیدو وروسته وتښتول شو. د اللیبي میرمن ویلي دي چې تښتونکي بهرني کوماندویان ول.

پېنتاگون په سومالیه کې عملیات تائید کړي دي

په عین وخت کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اکتوبر پنځمه) د یوه امریکایي چارواکي له قوله په خپل یوه رپوټ کې ویلي دي چې امریکایي ځانگړو ځواکونو د سومالیې په ساحلي ښار «براوه» کې د الشباب د اسلامپاله ډلې یوه مهم غړی تر هدف لاندې نیولای دی.

یوه امریکایي چارواکي د نوم د نه افشا کولو په شرط نیویارک ټایمز ته ویلي دي چې داسې گمان کیږي چې په دغه یرغل کې د الشباب ډلې نوموړی غړی وژل شوی وي. هغه زیاته کړې ده مخکې له دې چې سمندري ځواکونه د نوموړي تن وژل تائید کړي له صحنې څخه وتلو ته مجبوره وو.

یوه بل امریکایي امنیتي چارواکي د نوم د نه بربنډولو په شرط نیویارک ټایمز ته ویلي دي: «د براوه عملیات، یوه نیمه اوونۍ تر مخه پلان شوې ول. دغه برید د ویسټ گیټ د پیښې په تړاو تر سره شوی دی.»

پینټاگون هم د دغه عملیاتو تر سره کیدل تائید کړي، خو دا چې د هدف وړ کس نیول شوی یا وژل شوی دی، په اړه یې څه نه دي ویلي. د فرانسې د خبري آژانس د وینا له مخې د پینټاگون ویاند جورج لټل، په یوه خپره شوې وینا پاڼه کې ویلي دي: «زه کولای شم چې دا تائید کړم چې تیره ورځ د اکتوبر په څلورمه، امریکایي پوځي پرسونل د الشباب د یوه ترهگر پر وړاندې د تروریزم ضد عملیاتو کې برخه درلوده.»

برواه، د سومالیې ساحلي ښار دی چې د پلازمینې موگادیشو سویل ته د ۱۸۰ کیلومترو په واټن کې پروت دی. څلور کاله تر مخه امریکایي ځانگړو ځواکونو براوه ته څیرمه عملیات تر سره کړي ول، چې په ترڅ کې یې د صالح علي صالح، په نوم د القاعدې یو جگپوړی چارواکی وژل شوی وو.

بریتانیا او ترکیه په عملیاتو کې گډون ردوي

د شنبې په ورځ د الشباب اسلامپاله ډلې ادعا کړې وه چې دغه عملیات د بریتانیې او ترکیې د ځانگړو ځواکونو له لوري تر سره شوي دي. خو د بریتانیې د دفاع او د ترکیې د بهرنیو چارو وزارتونو دغه تورونه رد کړي دي.

کینیا پر «ویسټ گیټ» د برید کوونکو ترهگرو هویت په ډاگه کړ

د امریکایي ځانگړو ځواکونو عملیات په نایروبي کې د خرڅلاو په یوه مرکز کې د الشباب د اسلامپالې ډلې د یرغمل نیونې دوه اوونۍ وروسته تر سره کیږي. دغه ترهگر برید په تیرو پنځلسو کلونو کې په کینیا کې تر ټولو خونړی برید وو، چې په کې ۶۷ تنه ووژل شول.

د الشباب اسلامپاله ډلې د دغه وژنو مسؤلیت پر غاړه اخیستی وو او ویلي یې وو چې دا کار یې په سومالیه کې د کینیا د پوځ د حضور څخه د غچ اخیستو په توگه تر سره کړی دی.

د شنبې په ورځ د کینیا پوځ د ویسټ گیټ د خرڅلاو په مرکز کې د ښکیلو ترهگرو هویت په ډاگه کړ. دغه کسان د ابو بارا السوډاني، عمر نبهان، خطاب الکیني او عمر په توگه پیژندل شوي دي. دغه څلور واړه کسان د یرغمل نیونې په پیښه کې وژل شوي ول.