1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: آزادیدونکي بندیان خطرناکه دي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ دی ۲۰, جمعه

امریکا د پنجشنبې په ورځ هغه ۷۲ زندانیان چې افغان حکومت یې له بګرام زندان څخه د آزادولو پریکړه کړې ده «خطرناکه » وبلل او غوښتنه یې وکړه چې دغه کسان باید محاکمه شي. کرزي د دغو کسانو د آزادۍ امر کړی دی.

https://p.dw.com/p/1AoRU
انځور: picture-alliance/dpa

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جین پساکي، ویلي دي چې ولسمشر کرزي د ۸۸ جنجالي بندیانو له ډلې څخه د ۷۲ تنو د آزادولو پریکړه کړې ده او له دې سره یې د امریکا متحده ایالاتو اندیښنې په پام کې نه دي نیولي.

پساکي د دغو بندیانو په اړه ویلي دي: «داسې قوي شواهد چې له ترهګرو بریدونو سره د دغو کسانو تړاو ښيي موجود دي. د هغوي پر ضد داسې شواهد موجود دي چې ښيي هغوی د سړک د غاړې بمونو د چاودنې په پېښو کې ښکیل وو. دغو ډول بمونو ډیر شمیر افغان ملکي وګړي وژلي دي.»

دغې امریکايي چارواکي ادعا کړې ده چې دغه کسان د افغانستان او د دغه هیواد د اوسیدونکو له پاره ګواښونه رامنځ ته کوي. هغې ویلي دي چې که د بګرام دغه ۷۲ تنه بندیان پرته له محاکمه کیدو آزاد شي نو له دې سره به د افغانستان د قضايي قوې صلاحیتونه له پامه وغورځول شي. امریکایي چارواکو ویلي دي چې دغه بندیان د ۶۰ تنو امریکايانو او ۵۰ تنو افغانانو په مرګژوبله کې ښکیل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو د څیړنې کمیټې مشر عبدالشکور دادرس، ویلي دي چې افغان حکومت د دغو ۷۲ تنو پر ضد هیڅ ډول شواهد و نه موندل او له همدې کبله یې د هغوی د آزادولو پریکړه وکړه. د پنجشنبې په ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي، د یوې قضایي غونډې مشرې وکړه او په ترڅ کې یې د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو څیړنې کمیټې ته دنده وسپارله چې دغه بندیان آزاد کړي. له دې سره کیدا شي د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو اړیکې لا پسې ترینګلې شي.

د کابل او واشنګټن اړیکې لا وختي د امنیتي تړون د لاسلیکیدو په بهیر کې د ستونزو رامنځ ته کیدو له کبله ترینګلې شوې دي. د دغه تړون متن لا وختي جوړ شوی دی خو ولسمشر کرزی یې له لاسلیکولو څخه ډډه کوي او وایي تر هغه وخته پورې چې امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د سولې له بهیر سره همکاري و نه کړي او د ملکي افغانانو پر کورونو باندې خپل عملیات پای ته و نه رسوي نو دی به دغه تړون لاسلیک نه کړي. د کابل ـ واشنګټن د امنیتي تړون له مخې به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې د ۹۰۰۰ او ۱۲۰۰۰ تر منځ امریکايي سرتیري په نهو اډو کې میشت وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب