1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: د افغانستان پوځ به وروزو

۱۳۹۰ بهمن ۲۰, پنجشنبه

یوه امریکایي جنرال د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چي افغان امنیتي ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري د خپل هیواد امنیت ساتلو ته چمتو وي.

https://p.dw.com/p/13zxj
انځور: dapd

اوس ډیر لږ افغان ځواکونه په خپلواکه توگه پوځي عملیات تر سره کوي خو د امریکايي ځواکونو مرستیال جنرال کورتیس سکاپروتي، وایي چي افغان امنیتي ځواکونه به په ۲۰۱۴ کال کي په یوازي سر د پوځي عملیاتو د ترسره کولو توان ولري.

هغه زیاتوي چي که څه هم دغه هدف ته تر رسېدلو پوري لا اوږده لاره پاته ده خو دغه کار شونی دئ.

د امریکايي ځواکونو مرسیتال هغه بدبینانه نظرونه چي وايي افغان امنیتي ځواکونه به و نه شي کولای چي د خپل هیواد امنیت وساتي رد کړل. دا په داسي حال کي ده چي یو امریکايي منصب دار په افغانستان کي له دندي ترسره کولو وروسته ویلي ول چي د افغانستان د جگړې غلط انځور وړاندي شوی دئ.

سکاپروتي وایي چي ځیني امریکايي پوځيان له خپلو افغانو ملگرو څخه ناراضي دي او دا ځکه چي د افغانستان د پوځ له جوړیدو څخه یوازي څو کاله تیریږي او په دغه لنډه موده کي د افغانستان پوځ نه شي کولای چي پر امریکایي ستندردونو برابر شي.

دغه امریکايي چارواکي زیاتوي چي امریکا به د افغان ځواکونو روزني ته دوام ورکړي او دغه ځواک به د دې توان ولري چي د خپل هیواد امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخلي.

په همدي حال کي د امریکا حکومت له خوا خپره شوي بیانیه وایي چي ولسمشر اوباما د چهارشنبې په ورځ د افغان ځواکونو د روزني او د افغانستان د سولي د بهیر په اړه معلومات ترلاسه کړل. هغه دغه راز د افغانستان په هکله په شیکاگو کي د راروان کنفرانس په اړه هم معلومات ترلاسه کړل. په دغه کنفرانس کي به د ناټو غړي هیوادونه د افغانستان د امنیت د لېږد د بهير په اړه خبري اتري وکړي.

د دغه امریکايي چارواکي په خبره اوس یوازي یو سلنه افغان امنيتي ځواکونه کولای شي چي په یوازي سر سره پوځي عملیات تر سره کړي. هغه وايي چي که څه هم دا یوه ډیره ټیټه شمیره ده خو ۴۲ سلنه نور افغان ځواکونه د بهرنیو روزونکو له خوا «مؤثر» گڼل شوي دي.

د شکاپروتي په خبره د افغانانو په مشرۍ د پوځي عملیاتو تر سره کول لا اوس هم په لومړنیو پړاونو کي دي. ناټو غواړي چي د اکتوبر تر میاشي پوري د افغان ځواکونو شمیر ۳۵۲۰۰۰ سرتیرو ته لوړه کړي چي وشي کولای تر ۲۰۱۴ کال وروسته د بهرنیو ځواکونو تشه ډکه کړي.

مسعود جهش (د فرانسي خبري آژانس)
کتونکی: نجيب الله زيارمل