1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا افغان هوایي ځواک ته څلور جنګي څرخي الوتکې ورکړې

۱۳۹۶ شهریور ۲۸, سه‌شنبه

د افغانستان هوایي ځواک د سه شنبې په ورځ څلور UH-60 بلک هاوک، ډوله څرخي الوتکې چې په امریکا کې جوړې شوې دي، ترلاسه کړې. دا د هغه پلان برخه ده چې له مخې یې د افغان ځواک روسي MI-17 ډوله الوتکې په امریکايي بدلیږي.

https://p.dw.com/p/2kHEf
US Militärhubschrauber UH-60 Black Hawk Ausschnitt
انځور: Getty Images/AFP/J. Yeon-Je

امریکا متحد ایالات غواړي په راتلونکو کلونو کې افغانستان ته ۱۵۹ بلک هاوک ډوله څرخي الوتکې ورکړي. واشنګټن غواړي په دې سره د افغانستان د هوایي ځواک چې د امنیتي ځواکونو په منځ کې تر ټولو ښې لاس ته راوړنې لري نور هم مجهز کړي.

په افغانستان کې د ناټو پریکړنده ملاتړ ماموریت، ویلي دي: «د افغان هوايي ځواک لومړي UH-17 ډوله الوتکې نن کندهار ته ورسیدې. دغه الوتکې به افغان امنیتي ځواکونه لا پیاوړي کړي».

اوس مهال په افغانستان کې MI-17 ډوله روسۍ الوتکې ډیري کاريږي او څه نا څه نیمایي هوایي عملیات پر مخ وړي.

دغه الوتکې همداراز د جګړې له سیمو څخه ټپیان امنو ځایونو او روغتونو ته لیږدوي. په دې سره هغوی د جګړې په ډګر کې له افغان امنیتي ځواکونو سره ډیره مرسته کوي او د تلفاتو د لوړیدو مخه يې نیسي.

خو دغه الوتکې ډیري زړې شوي دي او ساتنه یې د افغان حکومت له پاره گرانه تمامیږي. اوس نو کابل غواړي په راتلونکو کلونو کې د ټولو زړو روسۍ الوتکې ځای په نوو امریکایي بلک هاوک ډوله الوتکو سره ډک کړي.

د افغانستان د بیارغونې د څار امریکایي ادارې په جولای میاشت کې یو رپوټ خپور کړي چې پکې راغلي ول چې د افغانستان د هوایي ځواک ۴۶ روسي څرخي الوتکې ځکه د استفادې وړ نه دي چې ډیر وخت د ترمیم په حال کې وي.

پر دې سربیره پر پنتاګون باندې هم له ډیر وخت راهیسې سیاسي فشارونه موجود ول چې په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالاتو د پیسو د لګښت څرنګوالی بدل کړي.

د افغان هوایي ځواک پیاوړي کول د ولسمشر اشرف غني، د هغه څلور کلن پلان مهمه برخه ده چې غواړي افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي کړي.

زموږ له ارشيف څخه: