1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: اور ۴،۲ هکتاره ځمکه سوځولې ده

۱۳۹۱ مرداد ۲۷, جمعه

په زرونو امریکايي اور وژونکي اوس د دې هیواد د لویدیځو سیمو په ځنگلونو کې له اویاوو څخه د ډیرو لگیدلو اورونو د وژلو هڅې کوي. تر اوسه پورې په ځنگلونو کې د اور له کبله له ۲.۴ میلیونه هکتاره څخه زیاته ځمکه سوځیدلې ده.

https://p.dw.com/p/15rbC
انځور: Reuters

د متحده ایالاتو د ځنگلونو ادارې ویلي دي چې د دې هیواد په ځنگلونو کې له اویاوو څخه په ډیرو ځایونو کې اورونه لگیدلي دي. دغې ادارې زیاته کړې ده چې امریکايي اور وژونکې اوس هڅه کوي چې د اور لمبې مړې کړي. وچه هوااو بادونه د دې لامل شوي دي چې د اور وژنې هڅې لا پسې سختې کړي.

یوازې په کلفورنیا کې شاوخوا ۸۰۰۰ اور وژونکي هڅه کوي چې په ۱۳ ځایونو کې لگیدلی اور مړ کړي. په دې ترڅ کې د متحده ایالاتو له پوځ څخه هم د مرستې غوښتنه شوې ده. اوس پوځي څرخي الوتکې هم له فضا څخه پر اور باندې کیمیاوي مواد شیندي چې د اور د لمبو مخه ونیسي.

د اوریگن د ایالت په جنوب کې په ځنگله کې بل شوي اور شاوخوا ۲۰۱ ودانې له گواښ سره مخامخې کړې دي. دغه اور لا وختي ۱۱۶۵۱ هکتاره ځنگل سوځولی دئ. د دغه اور یوازې ۲۵ سلنه برخه د اور وژونکو له خوا تر خپل کنترول لاندې راوستې ده.

د اور د وژنې له پاره له ۱۰۰۰ څخه زیات اور وژونکي په کار بوخت دي. په سیمه کې د تودوخې درجه ۴۰ سانتي گرادو ته لوړه شوې ده. دغه اور تیره اونې د یوه آسماني تندر د رالوېدو له امله ولگید، خو لا تر اوسه پورې ئې کومه ودانۍ له منځه نه ده وړې.
ښارونه تر گواښ لاندې دئ.

په «اداهو» کې د اور لمبو دوه واړه ښارونه چې «پاین» او «فیتهیر والي» نومیږي له گواښ سره مخامخ کړي دي. په دې سیمو کې شاوخوا ۴۵۰ کورونه شته .

په دې ایالت کې په نهو ځایونو کې اورونه بل شوي دي. د دې سیمې د اور د وژلو هڅو د یوه شل کلن اور وژونکي ژوند واخیست. په روان کال کې د متحده ایالاتو په ځنگلونو کې ۴۳۰۰۰ د اور لگیدنې پیښې رامنځ ته شوي دي چې له کبله ئې شاوخو ۲.۶ میلیونه هکتاره ځمکه سوځیدلې ده.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض