1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"امریکا او افغانستان یوې موافقې ته نزدې دي"

۱۳۹۰ اسفند ۴, پنجشنبه

افغان او امریکايي چارواکي وایي چې افغانستان او امریکا غواړي چې د شپې له خوا پر عملیاتو او افغانانو ته زندانونو د مسئولیت پر لیږدولو په لنډ مهاله توگه له ستراتیژیک سند څخه جلا خبرې وکړي.

https://p.dw.com/p/147zI
انځور: picture alliance/dpa

د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک تړون په لاسلیکولو کې دوه عمده موضوعگاني دي چې دواړه خواوې پرې لا تراوسه پورې یوې موافقې ته نه دې رسیدلي.  لومړۍ موضوع په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د زندانونو درلودل او دویمه موضوع د شپې له خوا د عملیاتو ترسره کول دي.

یو افغان چارواکي ویلي دي چې افغانستان او امریکا پریکړه کړې ده چې د زندانونو د انتقال او د شپې له خوا د پوځي عملیات له ستراتیژیک تړون څخه په جلا ډول تر خبرو لاندې ونیسي. په همدې حال کې یوه امریکایي چارواکي هم ویلي دي چې که څه هم د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا، غواړي چې ټولې موضوعگانو په یوه سند کې راولې خو بیا هم پریکړه شوې ده چې د زندانونو د لیږدولو او د شپې د عملیاتو موضوعگاني له ستراتیژیک سند څخه جلا د یوه بل سند په ترڅ کې تر بحث لاندې ونیولې شي.

دغو دواړو چارواکو د نوم د نه اخیستلو په شرط خبرې کړي دي. که دغه دوه شخړییزه موضوعگانې له ستراتیژیک سند څخه بیلې شي نو کیدای شي چې د امریکا او افغانستان تر منځ دا مهم سند د ناټو له راتلونکي غونډې څخه مخکې چې په شیکاگو کې ده لاسلیک شي.

د دغه تړون پر سر له څه نا څه یوه کال راهیسي کار روان دئ. د تړون له مخې به امریکا په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته پوځي اډې ولري. ویل کیږي چې امریکا غواړي له دغه کال وروسته په افغانستان کې شاوخوو ۲۰۰۰۰ سرتیري وساتي. د ستراتیژیک تړون له مخې به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون قانوني شي او د هغوی د ادو ځایونه به مشخص شي.

د دغه تړون لاسلیکول افغانانو ته دا ډاډ ورکوي چې متحده ایالات به هغوی له ۲۰۱۴ کال وروسته هم یوازې پرې نه ږدي. په پلان کې ده چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به د افغانستان ټولې امنیتي چارې افغانانو ته وسپارل شي او له دغه هیواد څخه به ټول بهرني جنگي ځواکونه خپلو هیوادونو ته ستانه شي.

افغان ولسمشر غوښتي دي چې په دې تړون کې د ټولو زندانونو کنترول افغانانو ته ولیږدول شي او د بهرنیو ځواکونو له خوا د شپې عملیاتو ته د پای ټکی کیښودل شي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي چارواکي وایي چې غواړي له افغانانو سره یو ځای عملیات تر سره کړي خو د شپې له خوا عملیات په افغانستان کې د هغو له مهمو ستراتیژیو څخه دي. امریکا همداراز وايي چې د افغانستان عدلیه سیستم لا تر اوسه پورې د دې توان نه لري چې د زندانیانو کنترول په خپل لاس کې واخلي.

مسعود جهش (فرانس پرس)
کتونکی: عبدالباري حکیم