1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا او د اروپایی ټولنی ډیری هیوادونه روسي دیپلوماتان باسي

۱۳۹۷ فروردین ۷, سه‌شنبه

په بریتانیا کې د روسیې پر یوه پخواني جاسوس باندې د زهرجن گاز برید وروسته، اوس لویدیځ د روسیې پر ضد له دومره سخت چلنده کار اخلي چې تر سړې جگړې وروسته یې ساری نه وو. څه د پاسه ۱۰۰ دیپلوماتان باید له لویدیځو هیوادونو ووزي.

https://p.dw.com/p/2v3aU
USA Washington Russische Botschaft
په واشنگتن کی د روسیې سفارتانځور: picture-alliance/AP Photo/J.S. Applewhite

په بریتانیا کې د روسیې پر یوه پخواني جاسوس سیرگي سکریپال باندې د زهرجنو موادو تر برید وروسته امریکا متحده ایالات، آلمان او نورو ۲۱ هیوادونو تر سلو زیات روسي دیپلوماتانو او استخباراتي کارکوونکو پر ضد په یوه داسي گډ اقدام لاس پورې کړی چې له مخې یې باید دغه دیپلوماتان وشړل سي.

په برلین کې د بهرنیو چارو وزارت د څلورو روسي دیپلوماتانو له ایستلو څخه خبر ورکړی دی. هغوی مجبوره دي چې د اوو ورځو په ترڅ کې د آلمان هیواد پریږدي. د بریتانیې صدراعظمې تیریسا می، په لندن کې ویلي وو چې دا په تاریخ کې د دومره ډیرو روسي دیپلوماتانو د ایستلو تر ټولو ستر مشترک اقدام دی.

هغې ټینگار وکړ چې هیواد به یې اوږه پر اوږه د دې کار د عملي کولو له پاره د اروپایی اتحادیې او ناټو ترڅنگ ولاړ وي. روسیې یو وار بیا د لویدیځ له خوا تورونه رد کړي او له یوه «غیر دوستانه گام» څخه خبری کوي.

د امریکا متحده ایالات په ټول قوت سره مخته ځي

په دې ډول اوس د بریتانیې ترڅنگ د اروپایی ټولنی له ۲۸ غړو هیوادونو څخه ۱۶ یې څه د پاسه ۳۰ تنه دیپلوماتان باسي. د دوشنبې (د ۲۰۱۸م کال د مارچ ۲۶مه) په ماښام د هنگري د بهرنیو چارو وزیر هم خبر ورکړ چې یو روسی دیپلومات به بیرته واستوي.

امریکا متحده ایالات بیا ۶۰ تنه استخباراتي کارکوونکي له هیواده باسي او په سیتل کې یې قونسلگري تړي. اوکراین بیا د ۱۳ روسي دیپلوماتانو د ایستلو خبر ورکړی دی. جمهور رئیس پیترو پوروشینکو، له نړیوالې ټولنی څخه غوښتې دي چې یوازې له یوه سمبولیک چلند څخه کار وا نه اخلي بلکې نور بندیزونه هم وضعه کړي.

Russland Putin bei TV-Rede
انځور: Getty Images/AFP/M. Klimentyev

کانادا څلور اوناروې به یو روسی دیپلومات له خپلو هیوادونو واستوي. تیره شپه آسترالیا هم دوه تنه روسي دیپلوماتان خپل هیواد ته واستول. مخکې تر دې بریتانیې له ۲۳ دیپلوماتانو څخه غوښتي ول چې دغه هیواد پریږدي. د دې کار په غبرګون کې ماسکو هم په همدومره شمیر بریتانوي دیپلوماتان خپل هیواد ته استولي دي.

د اروپایي اتحادیې په هیوادونو کې چې غواړي روسي دیپلوماتان اخراج کړي، فرانسه، ایتالیا، هالند، دنمارک، پولند او د چک جمهوریت هم شامل دي.

پخوانی جاسوس سرگي سکریپال او د هغه لور یولیا د مارچ د میاشتی پر څلورمه نیټه د سیلسبیري په ښار کې مسموم سوي دي. پلار او لور دواړه اوس په روغتون کي د کوما په حالت کې دي. ډاکټرانو یې وضیعت جدي خو با ثباته بللی دی.

پر ډیالوگ ټینگار

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، ویلي دي چې په دې هکله پریکړه کول آسانه نه وو: «د روسیې حکومت تر اوسه پوری په دې اړه هیڅ کوې پوښتنې ته جواب نه دی ورکړی او دې ته یې هم کوم چمتووالی نه دی ښوولی چې د دغې قضیې په سپیناوي کې کوم رغند نقش لوبول غواړي.»

په عین وخت کې د سوسیال دیموکرات گوند دغه سیاستوال ډاډ ورکړی چې «موږ بیا هم له روسیې سره یوه داسي اغیزمن دیالوگ ته تیار یو چې د ډیرو نړیوالو موضوعگانو له پاره ضروري دی.» د آلمان حکومت د دیپلوماتانو د ایستلو له پاره دا دلیل هم راوړي چې د آلمان د بهرنیو وزارت پر کمپیوتري شبکې باندی سایبري برید، ښایي د روسي دولتی هِکرانو له خوا تر سره سوی وي.

د نورو تدابیرو د وضعه کولو امکان هم سته

د اروپایي اتحادیي د شورا مشر دونالد توسک، د بلغاریې په وارنه، کې وویل چې دا خبره له امکانه لیرې نه ده چې په راتلونکو ورځو او اونیو کې به نور تدابیر هم تر لاس لاندې ونیول سي. په هغه کې ښایي د لا نورو دیپلوماتانو استول هم شامل وي.

توسک د دې کار د دلیل له پاره د تیرې اونۍ په پای کې د اروپایي اتحادیې د سرمشریزې توضیحاتو ته اشاره کوي. په دغه سرمشریزه کې د اتحادیي د غړو هیوادونو حکومتي او دولتی مشرانو وویل چې دوی له لندن سره پر دې خبره موافق دي چې مسکو په ډیر احتمال سره، په دغه برید کې مسوولیت لري.

د بریتانیې د دفاع وزیرګیوین ویلیم سن، کریملن ته له یوه « قوي پیغام» څخه یادونه وکړه. هغه په استونیا کې د یوه ملاقات په ترڅ کې وویل چې د ډیرو هیوادونو ملاتړ د ولسمشر پوتین له پاره د یوې ماته په معنی ده. نړۍ د بریتانیا د دریځ څخه د ملاتړ له پاره سره متحده سوې.