1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورين

امریکا: بل کیمیاوي برید به د اسد له پاره په لوړه بیه تمام شي

۱۳۹۶ تیر ۶, سه‌شنبه

د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي دي چې د بشارالاسد حکومت اوس یو ځل بیا د یوه کیمیاوي برید له پاره چمتوالی نیسي. امریکا ګواښ کړی دی چې د دې برید په صورت کې به، سوریه د خپل کار له پاره ډیر لوړ تاوان ورکړي.

https://p.dw.com/p/2fRgo
USA Sean Spicer
انځور: Reuters/C. Barria

امریکا متحده ایالات وایي چې د اسد رژیم اوس ښايي د کیمیاوي وسلو د یوه بل برید له پاره د چمتوالي په حال کې وي. د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر، ویلي دي چې د سورېې د رژيم حرکات د اپریل میاشتې پر څلورمه نیټه د کیمیاوي وسلو تر برید مخکې حرکتونو ته ورته دي.

د سپایسر په خبره که دغه برید ترسره شي، نو د ماشومانو په ګډون، ډیر کسان به ووژل شي. شان سپایسر د دوشنبې په ورځ وویل چې امریکا متحده ایالات د اسلامي دولت ترهګرې ډلې د ځپلو له پاره په سوریې کې شتون لري، خو ټينګار یې وکړ چې که اسد یو ځل بیا کیمیاوي وسلې وکاروي نو د خپل دې کار له پاره به ډیر لوړ تاوان ورکړي.

د روان کال د اپریل میاشتې په ۴مه نیټه د سوریې په خان شیخون ښار کې د کیمیاوي وسلو یو برید ترسره شو چې له کبله یې ۸۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. لویدیځ هیوادونو د دغه برید پړه د بشار الاسد پر رژیم واچوله خو اسد بیا دغه تور رد کړی دی او ادعا یې وکړه چې لویدیځ هیوادونه غواړي په دې پلمه د بشار الاسد رژیم خپل هدف وګرځوي.

د امریکا متحده ایالاتو حکومت د اپریل میاشتې تر پیښې وروسته، دمشق ته نزدې پر یوه پوځي هوايي ډګر باندې د توغندیو برید وکړ. دا د سوریې پر رژیم باندې د امریکا متحده ایالاتو د پوځ لومړی مستقیم برید وو.