1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: داعش د مهاجرو په بڼه اروپا ته جنګیالي استوي

۱۳۹۴ بهمن ۲۱, چهارشنبه

د امریکا د امنیتي سازمانونو همغږي کوونکو ویلي چې داعش خپل غړي د پناه غوښتونکو په نوم اروپا ته استوي. جیمز کلاپر، امریکا متحدو ایالاتو ته د اسلامي دولت تر ټولو لوی ګواښ د دغي ډلي انترنتي تبلیغات بللی دی.

https://p.dw.com/p/1HsZD
انځور: Getty Images/AFP/A. Amro

د امریکا متحدو ایالاتو د امنیتي سازمانونو همغږي کوونکي جیمز کلاپر، د سه شنبې په ورځ د سنا د یوه کمېسیون په غونډه کې وویل چې اسلامي دولت ډله د اروپا د مهاجرو له کړکیچ څخه ناوړه ګټه اخلي.

هغه روښانه کړې ده چې دغه ډله په ډیر ماهرانه توګه خپلو جنگياليو ته جعلي پاسپورتونه جوړوي او هغوی اروپا ته استوي.

کلاپر د امریکا متحدو ایالاتو له پاره د داعش ډلي تر ټولو لوی ګواښ په انترنتي شبکو کې د دې ډلې تبلیغات په ګوته کړي دي، چې دغه ډله له دې لاري غواړي امریکایان په خپل هیواد کې بریدونو ته وهڅوي.

هغه د بیلګې په توګه د دسمبر میاشتې په لومړیو کې د کلفورنیا ایالت په سن برناردینو کې یوه برید ته اشاره وکړه چې یوه پاکستاني الاصله امریکایي له خپلي میرمنې سره د کریسمس د لمانځني پر یوه محفل باندې برید وکړ او ۱۴ کسان یې ووژل.

امریکا متحد ایالات اوس د یوه نړیوال ایتلاف مشرتوب کوي چې په سوريه او عراق کې د اسلامي دولت ترهګري ډلي اډې بمباروي. امریکا په عین حال کې د سوریې پاڅون کوونکو، کردي جنکیالیو او د عراق پوځ ته په وسلو ورکولو ملاتړ کوي.

کلاپر اسلامي دولت د ترهګرۍ یو بېړنی ګواښ وباله او پر سوریې او عراق سربیره یې په نورو هیوادونو، په ځانګړې توګه لیبیا کې د دغي ډلي فعالیتونه د اندېښنې وړ وبلل. هغه د دې ډلې د مخ پر ډیریدونکې وړتیا په اړه هم اندیښنه څرګنده کړه.