1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا دباندي د خپلو دیپلوماتانو لا ښه ساتنه کوي

۱۳۹۱ شهریور ۲۹, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16BUN

یوه اوونۍ وروسته له هغه چي د لیبیا د بن غازي په ښار کي د امریکا د متحده ایالاتو پر قونسلګرۍ حمله وسوه، اوس دغه هیواد اعلان کړی دئ چي د خپلو دیپلوماتانو ښه ساتنه به وکړي. د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزیري هیلري کلینتن ویلي دي، چي دغه ډول امنیتي تدابیر به د امریکايي سفارتونو د پرسونل په مقابل کي د خطرونو مخنیوی وکړي. له بلي خوا جمهور رئیس بارک اوباما هم د اسلامي نړۍ له مشرانو څخه غوښتنه کړې ده، چي د امریکايي تاسیساتو ساتنه وکړي. دغه فلم چي په کلیفورنیا کي جوړ سوی دئ، په اسلامي نړۍ کي ئې سخته غوسه راوپاروله او په مختلفو هیوادونو کي پر امریکايي تاسیساتو باندي بریدونه وسول، تر ټولو سخت برید په لیبیا کي د بن غازي په ښار کي د امریکا پر قونسلګرۍ باندی وو چي په نتیجه کي ئې امریکايي سفیر او ددغه قونسلګرۍ درې تنه نور کارکوونکي ووژل سول.