1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

امریکا درې پاکستانیان په تور لیست کې شامل کړي

۱۳۹۶ بهمن ۱۹, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو درې پاکستانیان د ترهګرو د مرسته کوونکو کسانو په ليسټ کي داخل کړي دي. امریکا وايي دغه کسانو د القاعدې شبکې له وتلي ملاتړي، له لشکر طیبه او د طالبانو له غړي شیخ امین الله سره له نږدې کار کړی.

https://p.dw.com/p/2sKIQ
Taliban
انځور: picture-alliance/dpa

د امریکا د متحده ايالاتو د خزانې وزارت په یوه تازه اقدام سره درې تنه پاکستانیان چي نومونه يې رحمان زیب فقیر محمد، حزب الله استم خان او دلاور خان نادر خان بلل سوي، د «نړیوالو ترهګرو» په توګه په خپل تور لیست کې داخل کړي دي. د امریکا د خزانې د وزارت په دې اقدام سره امریکا غواړي چې د دې ډلو د مالي سرچینو د ترلاسه کولو او ویشلو لړۍ ګډه وډه کړي.

د امريکا متحده ايالات وايي چې دغو کسانو له شیخ امین الله سره اړیکې درلودې. شیخ امین الله د ۲۰۰۹م کال راهیسې د نړیوال ترهګرو په تور لیست کې شامل شوی دی.

امریکايي چارواکي تور پورې کوي چې شیخ امین الله په پیښور کې د هلکانو له پاره د ګنج مدرسه د القاعده شبکې، طالبانو او د لشکر طیبه ډلو له پاره د روزنې او جلب او جذب په مرکز بدل کړې وه.

د امریکا د خزانې وزارت په حواله، یاد درې کسان په پاکستان او افغانستان کې میشت درې سخت دریځو ډلو مالي، لوجیستیکي، چاودیدونکي توکي او د ټکنالوجۍ سهولتونه برابرول.

د خزانې وزارت همدا راز ویلي چې رحمان زیب په خلیجي هیوادونو کې د لشکر طیبه د ډلې له پاره د مالي بسپنې د را ټولولو مسوولیت درلود او په ۲۰۱۴م کال کې یې له شیخ امین الله سره په ګډه خلیجي هیوادونو ته سفر هم کړی. زیاته شوې چې حزب الله د شیخ امین الله په مدرسه کې هم ښکیل وو او له نوموړي سره یې خلیجي هیوادونو ته په ګڼ شمیر سفرونو کې مرسته کړې.

زياته شوې چي په ورته وخت کې دلاور بیا د شیخ امین الله نږدې مرستیال وو او د پاکستان په داخل کې یې د هغه د سفرونو، د هغه د کارونو د ترسره کولو او همدا راز د مالي معاملو په برخه کې مرسته کوله.

زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: