1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

امریکا د اسامه بن لادن د زوی پر سر جایزه ایښې ده

۱۳۹۷ اسفند ۱۰, جمعه

حمزه بن لادن په القاعده شبکه کي مهم رول لري او د استخباراتي ادارو تر تعقیب لاندي دی. امريکا متحده ايالات اوس د هغه په اړه معلوماتو ورکولو له پاره تر یوه ميلیون ډالرو پوري جایزه ټاکلې ده.

https://p.dw.com/p/3EIsW
Hamza bin Laden Sohn von Osama Bin Laden
انځور: picture-alliance

د حمزه بن لادن د اقامت ځای په هکله له کلونو راهیسي یوازي تصور کیږي. هغه ته د «جهاد د شهزاده» لقب هم ورکول کیږي. ویل کیږي چي ځینو هغه په پاکستان یا افغانستان کي لیدلی دی، نورو بیا په سوریه او یو تعداد نور بیا وايي، چي هغه په ایران کي نظربند دی.

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کي راغلي دي چي حمزه بن لادن د القاعده شبکې د وژل سوي مشر اسامه بن لادن زوی دی او په دغه ترهگره شبکه کي یې رهبري کونکئ رول پرغاړه اخیستی دی. د امريکا متحد ايالاتو چارواکو اوس د حمزه پر سر تر یوه ميلیون ډالرو پوري جایزه ایښې ده.

دغه تقریباً۳۰ کلن له ۲۰۱۵م کال راهیسي د خپل پلار د غچ اخيستلو په موخه څو واري په انټرنیټ کې د مربوطو کانالونو له لاري امريکا متحده ايالات او غربي متحدین يې په ترهگرو بريدونو گواښلي او د هغوی پرضد یې د حملو دعوت کړی دی.

اسامه بن لادن د ۲۰۱۱م کال په می میاشت کي د پاکستان په ايبټ آباد ښار کي د امریکا د یوې خاصي قطعې په واسطه ووژل سو. د امريکا متحده ايالاتو حکومت د هغه زوی ته په نړیواله ترهگرۍ کي د یوه مهم لوبغاړي په سترگه گوري او په ۲۰۱۷م کال کي یې هغه په خپل تور ليست کي شامل کړ. تر هغه راوروسته یې د دغه ځوان بن لادن ممکنه سرمایه کنگل او امریکايي اتباع او شرکتونه اجازه نه لري چې له هغه سره اقتصادي معاملې وکړي.

د محمدعطا له لور سره یې واده کړی دی

د حمزه بن لادن یوه میریزي ورور پروسږکال خبر ورکړ چي، هغه د محمدعطا له لور سره واده کړی دی. عطا د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر مياشتي پر۱۱ باندي په امريکا متحده ايالاتو کي د ترهگرو بریدونو د ترسره کوونکو له ډلي څخه يو وو. دغه مصري ته د هامبورگ د ترهگري شبکې د رهبري کوونکي شخص په سترگه کتل کیده. هغه د نیویارک د نړيوال تجارتي مرکز پر شمالي هسکه ودانۍ الوتکه وروستلې وه.

د بن لادن کورنۍ په سعودي عربستان کي یوه له بډايو کورنیو څخه ده او هلته د پخوا په ډول اوس هم د ټولني په لوړ قشر کي د پام وړ رول لري.