1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امریکا د افراطيانو قوت کم اټکل کړی»

سید ریاض (دویچه ویله)۱۳۹۳ مهر ۷, دوشنبه

د سوریې النصره جبهې په دغه هیواد کې د افراطيانو پر مورچلو باندې د هوایي بریدونو د غچ اخیستلو هوډ کړی دی. په عین وخت کې ولسمشر بارک اوباما اعتراف کړی دی چې د جهادي ډلي قوت سم نه دی اټکل شوی.

https://p.dw.com/p/1DMVc
انځور: Fadi al-Halabi/AFP/Getty Images

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما له CBS تلویزوني شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې سوریه د ټولې نړۍ د جهادي ډلو له پاره په اصطلاح د ودې په یوه مرکز بدله شوې ده. هغه زیاته کړې ده چې د سوریې له کورنۍ جگړې څخه افراطيانو تر اټکل زیاته گټه اخيستې ده. د اوباما په خبره امریکایي استخباراتي ادارو په سوريه کې د «اسلامي دولت» نومې ترهگري ډلي بالقوه خطر کم اټکل کړی دی.

پر دې سربیره اوباما د دغه هیواد د استخباراتي ادارې د مشر جیمز کلپر، څرگندونو ته په اشارې سره ویلي دي چې استخباراتي ادارو د اسلامي دولت وسله والې ډلې د پرمختگ پر وړاندي جگړه کې د عراقي ځواکونو قوت هم سم نه وو اټکل کړی.

کلپر په «واشنگټن پوست» ورځپاڼه کې اعتراف کړی دی چې ده هیڅکله داسې فکر نه کاوه چې د عراق امنیتي ځواکونو به د دغه هیواد په شمال کې د افراطيانو د پرمختگ پر وړاندي دومره ژر ماتې وخوري.

په عین وخت کې د النصره په نوم تندلاري ډلې یوه تن ویاند د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د افراطيانو پر وړاندي تر سره کیدونکي هوایي بریدونه د «اسلام پر ضد د جگړې» په توگه بللي دي.

د روان میلادي کال له اگست میاشتې راهیسې متحده ایالات په عراق کې د اسلامي دولت نومې ترهگري ډلې پر مورچلو باندي بمباري کوي. خو له تیرو څو ورځو راهیسې متحده ایالاتو دغه هوایي بریدونه سوریې ته هم غځولي دي او د اسلامي دولت پر ترهگري ډلي سربیره یې د النصره او خراسان په نوم افراطي ډلو مرچلونه په نخښه کړي دي.

د «اسلامي دولت» پر ضد ائتلاف

د متحدو ایالاتو هوایي قطعات د اردن، سعودي عربستان او متحدو عربي اماراتو له ملاتړ څخه برخمن دي. همداشان واشنگټن په عراق کې په پراخه کچه پر اروپايي شریکانو حساب کولای شي. په دغو هیوادونو کې فرانسه، بریتانیا، دنمارک، بیلجیم او هالنډ شامل دي.

آلمان په مستقیمه توگه په جگړه کې ونډه اخیستل رد کړي دي او ځان یې یوازي د اسلامي دولت نومې ترهگري ډلې د مخالفانو تر ملاتړه محدود کړی دی. آلمان عراقي کردانو ته وسلې او مهمات لیږدولي دي چې پکې لویې او وړې اتوماتیکي وسلې او ټانک ضد مرمۍ شاملې دي. پر دې سربیره آلمان کردي جنگیالیو ته د دغو وسلو د استعمال په هکله روزنه هم ورکوي.

د ترکیې ناڅرگند رول

ترکیې په ظاهري توگه د اسلامي دولت، نومې ترهگري ډلي پر وړاندي په جگړه کي ونډه اخیستل نه دي رد کړي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له «حریت» په نوم ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې د تروریزم خلاف مبارزه کې د دوامداره حل له پاره یوازې هوایي بریدونه بسنه نه کوي.

پر دې سربیره د ترکیې ولسمشر د سوریې ـ ترکیې د پولو په اوږدو کې چې شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره کیږي د یوې حایله سیمې او د هوایي قلمرو د بندیز ملاتړ کوي. اردوغان ویلي دي که چیرې په دې هکله یو نړیوال تړون رامنځ ته شي، نو ترکیه به پکې هم خپله ونډه ادا کړي.

ترکیې تر اوسه یوازې ځان بشري مرستو او د سوریایي کډوالو غم خوړلو پورې ځان محدود کړی دی. د جمعې په ورځ د ترکیې لومړي وزیر داود احمد اوغلو په تیرو څو ورځو کې دغه هیواد ته د ورغلو کډوالو شمیر ۱۶۰ زره تنه وښود.
آیا د انقرې له لوري د کډوالو په هکله ارقام سم نه دي؟

د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) بیا د دغو کډوالو شمیر ۱۴۴ زره تنه ښوولی دی. خو د دغو ارقامو په هکله شک او تردید موجود دی. د «فرانکفورتر الگیمانین زونتاگ څایتونگ» په نوم آلمانۍ ورځپاڼې ویلي دي چې په دغو ارقامو کې له ډیرې مبالغې څخه کار اخیستل شوی دی.

د نوموړې ورځپاڼې په وینا د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) دغه ارقام د ترکي چارواکو څخه اخیستي دي او پرته له دې چې کنترول یې کړي خپاره کړي یې دي. نوموړي ورځپاڼې د ترکیې د سرحدي ښارگوټي سوروچ د ښاروال له قوله ویلي دي چې په اصل کې له ۱۵ زرو څخه تر ۲۰ زرو پورې کسان ترکیې ته اوښتي دي.

دغه آلمانۍ ورځپاڼي لیکلي دي چې د سیاسي دلایلو له کبله د کډوالو په شمیر کې مبالغه شوې ده، دا ځکه چې د انقرې حکومت غوښتل چې د سوریې په شمال کې د کردانو سیمې له انسانانو خالي وښيي ترڅو د یوې «حایلې سیمې» په توگه اعلان شي.

خو د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاندې سیلین اونال، بیا برعکس د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې داسې هیڅ کوم دلیل نه لیدل کیږي چې د ترکیې له لوري وړاندې کړای شوي ارقام دې غلط وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب