1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د سولې پر بهیر د کشمیر د شخړې د اغیز کمولو هڅه کوي

۱۳۹۷ اسفند ۱۳, دوشنبه

امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې د افغانستان د سولې بهیر د هند او پاکستان تر منځ د روانو شخړو له ناوړه اغیزو وساتي. همدا اوس امریکایي او طالب استازي په قطر کې له یو او بل سره د سولې په تړاو په خبرو اترو بوخت دي.

https://p.dw.com/p/3EPaS
Asian T20 Cricket Cup Indien Sri Lanka
انځور: DW/T. Saeed

د رویترز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، اداره د هند او پاکستان تر منځ د شخړ د کمولو په هڅو بوخته ده. د دواړو هیوادونو تر منځ ترینګلتیا تر هغه وروسته زیاته شوې چې د روان کال د فیبروري میاشتې پر ۱۴مه نیټه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یو ځانمرګی برید وشو او په تعقیب یې بیا هندي هوایي ځواکونو د پاکستان خاوره کې عملیات ترسره کړل.

لوړپوړي امریکایي چارواکو د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې واشنګټن له یو شمیر لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي او د نوي ډهلي او اسلام آباد تر منځ د ترینګلتیاو پر کمولو باندې یې ټینګار کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د افغانستان د سولې پر بهیر باندې د روان کړکیچ له ناوړه اغیزو ګواښ کړی دی.

امریکایي چارواکو د نوم د نه بربنډولو په شرط ویلي دي چې پاکستاني چارواکو له هغوی سره په خبرو کې ګواښ کړی دی چې د یوه لا پراخ کړکیچ په صورت کې به د افغانستان د سولې له بهیر سره د پاکستان د مرستې وړتیا له ګواښ سره مخامخ شي.

یوه امریکايي چارواکي په دې اړه ویلي: «هغوی به د تسهیلوونکي په توګه خپل نقش پای ته ورسوي او پر طالبانو باندې خپل فشار به هم ختم کړي.»

پاکستان د کشمیر په بمي چاودنه کې له هر ډول لاس لرلو انکار کړی دی خو په پاکستان کې میشتې یاغي ډلې «جیش محمد» د پیښې پړه منلې ده. هندوستان له ډیر وخت راهیسې پر پاکستان باندې د دې ډلې د ملاتړ تور لګوي.

امریکا متحده ایالات او کابل هم اسلام آباد له طالبانو څخه په ملاتړ تورنوي. خو رویترز په وروستیو وختونو کې رپوټ ورکړی دی چې امریکا په وروستیو وختونو کې د سولې په مذاکراتو کې د پاکستان نقش یو څه مثبت ارزوي.

پاکستان د امریکا او طالبانو تر منځ په روانو مذاکراتو کې د پردې تر شا د تسهیلونکي نقش لوبوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه پخواني لوړپوړي چارواکي لوریل میلر، ویلي دي: «زه په دې باور نه یم چې پاکستان د دې وړتیا لري چې سمدستي په افغانستان کې سوله راولي خو دغه هیواد په یقین سره د دې وړتیا لري چې سمدستي د سولې مخه ونیسي.»

د ځواکونو خوځښتونه

په تیرو څو ورځو کې پاکستان او هند د یو بل پر وړاندې ګواښونه یو څه کم کړي دي، خو دا روښانه نه ده چې دغه آرامي به تر کوم وخت پورې دوام ومومي.

په واشنګټن کې یوه پاکستاني چارواکي د نوم د نه بربنډیدو په شرط ویلي دي چې که د هند او پاکستان تر منځ ترینګلتیا پای ته ونه رسیږي نو «د دې ډیر امکان موجود دی» چې پاکستان دې د افغانستان له پولې څخه خپل ځواکونو د هند د پولې په لور وخوځوي چې خپل موقعیت پیاوړی کړي.

په ملګرو ملتونو کې کې د پاکستان سفیرې ملیحه لودهي، د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د پاکستان تمرکز کیدای شي په بشپړه توګه له هند سره ختیځې پولې ته واوړي.

هغې وویل: «که له هند سره کړکیچ دوام ومومي، نو پاکستان به اړ شي چې خپل ټول تمرکز خیتځې پولې ته واړوي. دا به په لویدیځه پوله کې زموږ پر هڅو اغیز واچوي.»