1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د ایران پر وړاندې د متحدینو په لټه کې ده

۱۳۹۷ اردیبهشت ۹, یکشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو نوی وزیر مایک پمپیو، په پرله پسې ډول په سفر کې دی. هغه په بروکسل کې خپل د ناتو له متحدینو سره ملاقات وکړ او په همدې منځ کې له سعودي عربستان، اسرئيل او اردن څخه هم لیدنه کوي.

https://p.dw.com/p/2wroz
Saudi-Arabein Riad Mike Pompeo trifft Außenminister Adel Al-Jubeir in Riyadh
انځور: Reuters/Saudi Press Agency

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو نوی وزیر مايک پمپیو، یو تندلارې محافظه پاله سیاستوال دی او غواړي چې د بهرنیو چارو د پخواني وزیر رکس ټیلرسن، برخلاف بل ډول عمل وکړي.

اوس د هغه له پاره د ایران اټومي موافقتنامه مهمه ده. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په پرله پسې ډول په ډیرې تندې لحجې سره پر دې موافقتنامې انتقاد کړی دی او دې ته لیواله دی چې دغه موافقتنامه بی اعتباره اعلان کړي. خو داسې ښکاره چې هغه تر اوسه پوري په اړه پریکړه نه ده کړې.

خو ترمپ ډیر لږ وخت لري او باید د می میاشتې تر ۱۲ نیټې پورې پریکړه وکړي چې یو وار بیا پر دې هیواد اقتصادي بندیزونه وضعه، او په دې توګه له دغه هیواد سره اټومي موافقتنامه بی اعتباره اعلان کړي او که څنګه؟ دا ډول یو قانون د امریکا متحده ایالاتو یوې محکمې مشخص کړی دی.

اوس د «سي آی ای» دغه پخوانی مشر او د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر منځني ختیځ ته د یوه دری ورځني سفر په ترڅ کې سعودي عربستان ته رسیدلی دی. د سعودي عربستان یوه لوړ پوړي پلاوي په هوایې ډګر کې هغه ته ښه راغلاست ووایه. په دې پلاوي کې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر او د سعودي عربستان د وليعهد محمد بن سلمان ورور خالد بن سلمان هم شامل وو.

له ایران سره اټومي موافقتنامه، د خبرو اترو اساسي موضوع

ویل کیږي چې له سعودي چارواکو سره د پمپیو په خبرو کې شاید له ایران سره د اټومي موافقتنامې په اړه د امریکا متحده ایالاتو دریځ مرکزي رول ولري. اروپایې اتحادیه غواړي چې دغه موافقتنامه پر خپل ځای پاتی شي. خو امریکا متحده ایالات پر ایران د نویو بندیزونو د لګونو له پاره په پرله پسې ډول پر خپلو متحدینو فشار اچوي، تر څو ایران خپل توغندیز پروګرام محدود کړي.

د مایک پمپیو یو له ډیرو نږدې سلاکارانو څخه بریان هوک، په ریاض کې وویل چې د ټولې نړۍ په کچه هیوادونه باید د هغو اشخاصو او بنسټونو پر وړاندې جزایې تدابیر وضع کړي چې له دې پروګرام سره تړاو لري.

نوموړي زیاته کړې ده چې دا ټکې یا موضوع  له اروپایانو سره هم په مذاکراتو کې واضحه شوې ده، ځکه د ایران اټومي پروګرام نړیوال امنیت ته ګواښ دی.

له ایران سره اټومي موافقتنامه چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر له خوا تر نیوکو لاندې نیول شوي ده، له دغه هیواد سره د اقتصادي اړیکو عادي حالت ته راګرځول او د بندیزونو لیري کول په کې په پام کې نیول شوي دي.

د دې په بدل کې ایران ځان مکلف ګڼي چې لږ تر لږه د یوې لسیزې له پاره خپل د اټومي پروګرام اساسي برخه په لویه کچه محدوده کړي، تر څو په دې توګه د اټومي وسلو له جوړولو څخه مخنیوی وشي.

مایک پمپیو غواړي چې نن په بیت المقدس کې د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامين نتنیاهو سره هم ؤ ویني. په دې لیدنه کتنه کې به هم د ایران مسالې تر څنګ د سوریې وضعیت او د فلسطين شخړه هم تر بحث لاندې ونیول شي.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: