1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: نوي صدراعظم سره به له نزدې کار وکړو

۱۳۹۱ تیر ۳, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو په پاکستان کې د نوي لومړي وزیر د ټاکل کیدو هرکلی کړی دﺉ او هیله ئې څرگنده کړې ده چې له دې سره به په پاکستان کې سیاسي کړکیچ پای ته ورسیږي.

https://p.dw.com/p/15KBT
انځور: picture alliance/dpa

د پاکستان پارلمان د جمعې په ورځ راجا پرویز اشرف، د پاکستان د نوي لومړي وزیر په توگه وټاکه. له دې سره نو په پاکستان هغه سیاسي کړکیچ پای ته ورسید چې د سترې محکمې له خوا د دې هیواد د پخواني لومړي وزیر یوسف رضا گیلاني، له رد صلاحیت کیدو سره پیل شوی وو.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولند، ویلي دي: «موږ خوښ یو چې په پاکستان کې رهبري بیرته رامنځ ته شوه.»

نولند هیله څرگنده کړه چې متحده ایالات وکولای شي چې د پاکستان له نوي لومړي وزیر سره له نزدې کار وکړي او د دواړو هیوادونو تر منځ شخړې له منځه ولاړې شي.

د پاکستان سترې محکمې هغه وخت د دې هیواد پخوانۍ لومړی وزیر یوسف رضا گیلاني، رد صلاحیت کړ چې پر هغه باندې محکمې ته د سپکاوي تور ثابت شو. پر گیلانی باندې تور وو چې د ولسمشر اصف علي زرداري، د ادارې فساد د دوسیې د پرانیستلو له پاره ئې د محکمې د حکم پر خلاف د سویس هیواد ته د رسمي لیک له استولو څخه ډډه کړې وه.

د پاکستان نوي لومړي وزیر راجا پرویز اشرف، پارلمان ته په خپلې لومړی وینا کې وویل چې هڅه به وکړي چې له متحده ایالاتو سره د خپل هیواد اړیکې ښې کړي.

د پاکستان او امریکا  اړیکې اوس تر بل هر وخت ډیرې ترینگلې دي. د دواړو هیوادونو اړیکې په پاکستان کې د القاعدې د شبکې مشر اسامه بن لادن، تر وژل کیدو وروسته یوه نوي پړاو ته ور دننه شوې.

د پاکستان نوي لومړي وزیر ویلي دي: «موږ به له امریکا او نړیوالې ټولنې سره نزدې اړیکې رامنځ ته کړو. دا اړیکې به د مساوي حقونو او متقابل احترام پر اصولو باندې ولاړې وي.»

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض