1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د یوه امام د تابعیت بیرته اخیستو هڅه کوي

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ تیر ۳۰, سه‌شنبه

امریکايي چارواکي هڅه کوي چې په اورجن ایالت کې د یوه امام تابیعت چې ښايي په افغانستان کې د پخواني شوروي پر ضد جنګیدلی وي، بیرته واخلي. دوی وایي دغه امام د معلوماتو ورکولو پر مهال له افراطيانو سره خپلي اړیکي پټي کړي وې.

https://p.dw.com/p/1G278
انځور: Fotolia/Brian Jackson

د امریکا متحدو ایالاتو د عدلیې ادارې د دوشنبې په ورځ په خپل درج شوي شکایت کې ویلي دي چې محمد شیخ عبدالرحمان کریي په۱۹۸۰کلونو کې په افغانستان کې د پخواني شوروي پر ضد جنګیدونکو ځواکونو له پاره جنګیالي ګومارل او د هغوي له پاره یې د روزنو زمینه برابوله.

دولتي وکیل ویلي دي چې دغه امام یوه مهال په مستقیم ډول له اسامه بن لادن او عبدالله عظیم سره اړیکه لرله. دغه دوه کسان د القاعدط ترهګري ډلي بنسټ ایښودونکي دي. زیاته شوې ده چې کریي په امریکا متحدو ایالاتو او پاکستان کې د القاعدې له پاره نوي جنګیالي ګومارل.

پر کریي باندي همداراز تور لګیدلی چې هغه د یوه بنسټ چې چارواکي وايي د القاعدې په ګډون یې له ترهګرو ډلو سره مرستې کولې، بنسټ ایښودونکی دی. د دغه بنسټ فعالیتونه اوس په امریکا کې بند شوي دي.

چارواکي وایي چې کریي دغه جزئیات په ۱۹۹۸م کال کې په امریکا متحدو ایالاتو کې د تابعیت غوښتلو پر مهال د امریکا له دولت څخه پټ کړي ول. په همدې کال کې امریکایي تابعیت ترلاسه کړی وو.

دغه کس په وروستیو وختونو کې په پورتلند سیمه کې په یوه مسجد کې امام وو. هغه د دوشنبې په ورځ د تابعیت د بیرته اخیستلو تر دعوا پیلیدو وروسته له رسنیو سره خبرې نه دي کړي.

کریي په صومالیا کې زیږیدلی او په ۱۹۸۲م کال کې د زده کوونکو په ویزې امریکا متحدهو ایالاتو ته تللی وو. د درج شوې عریضې له مخې هغه د ۱۹۸۵م او ۱۹۸۸م کلونو تر منځ افغانستان ته سفر کړی وو او هلته یې د افغان مجاهدینو تر څنګ د پخواني شوروي ځواکونو پر ضد جګړه کړې ده. هغه په همدې موده کې یو ځل د پاکستان د دولت له خوا بندي شوی هم وو او څلور میاشتې یې په زندان کې تیري کړي وې.

هغه په ۱۹۸۸م کال کې بیرته امریکا متحدو ایالاتو ته ستون شو او سیاسي پناهندګي یې وغوښته. هغه تر دې وروسته چارواکو ته وویل چې هیڅ وخت له امریکا نه دی وتلی او په یوه بل هیواد کې بندي شوی هم نه دی.

د پخواني شوروي ځواکونه په ۱۹۸۹م کال کې له افغانستان څخه ووتل خو کریي بیا به ۱۹۹۰م کال کې بیرته دغه هیواد ته ستون شو او درې کاله نور یې هم ترهګرو ډلو ته جنګیالي وګومارل.

په پورتلند کې د یوه امام په توګه کریي د مسلمانانو په منځه کې یوه پیژندل شوې څیره ده. خو د دوشنبې په ورځ له روښانه نه وه چې ایا هغه اوس هم په دې ښار کې امام دی او که نه.

کریي په ۲۰۰۲م کال کې د پورتلند په نړیوال هوایي ډګر کې د FBI له خوا ونیول شو. هغه وخت دغه امام دا خبره منلې وه چې په دولتي اسنادو کې یې درغلي کړې او دا چې له دولتي روغتیایي بیمې څخه ناوړه ګټه اخيستې ده. هغه وخت دغه کس په پنځه کاله بند محکوم شوی وو.

په ۲۰۰۳ کال کې FBI همداراز شک لره چې دغه کس افغانستان ته د امریکایي ځواکونو پر ضد جنګیدو له پاره له امریکا څخه جنګیالي استولي ول.

محمد شیخ عبدالرحمان کریي په ۲۰۱۰م کال د امریکا متحدو ایالاتو پر حکومت باندې عریضه کړې وو چې ورباندې پرته له کوم موجب څخه د سفر نه کولو بندیز لګولی دی.