امریکا غواړي د ایران پر ضد یو ایتلاف رامنځته کړي
۱۳۹۸ تیر ۱۹, چهارشنبهد امريکا متحده ایالاتو پوځ په پام کې لري چې د متحدينو سره يو داسې سمندري ائتلاف رامنځته کړي چې د عربي نيمه ټاپو د شا او خوا په اوبو کې چې له ستراتيژيک پلوه ډيره مهمه ساحه ده، د حمل و نقل آزادي تضمين کړي.
امريکا پر ايران او متحدو ډلو یې پر تجارتي بيړيو د بريدونو تور لگوي او وایي چې د ايران او يمن اوبه بايد خوندي شي.
د سه شنبې په ورځ د اعلان شوي پلان له مخې به امريکا «د سمندر په اړه ځانگړي معلومات ورکوي او څارنه به کوي، په داسې حال کې چې د ائتلاف غړي به د خپلو تجارتي بيړيو ساتنه پخپله کوي».
ويل شوي چې په ځانگړو حساسو لارو لکه په هرمز تنگۍ کې به گزمې کيږي. د هرمز تنگۍ د فارس او عمان خليج ترمنځ پرته د هرمز تنګۍ یوه مهمه نړيواله تجارتي لاره ده. همدا راز به د باب المندب ساتنه هم وشي چې يمن او د افريقا ښکر سره جلا کوي.
د امريکا متحده ايالاتو د پوځي ځواک عمومي مشر جنرال جوزف دانفورد په دې هکله وويل: «موږ اوس د يو شمير هېوادونو سره گډ کار کوو څو و ارزول شي چې آيا موږ کولی شو يو گډ ائتلاف رامنځته کړو چې په هرمز او باب المندب تنگيو کې د کښتيو آزاد حرکت تضمين کړي.»
هغه زياته کړه: «زه فکر کوم چې په راتلونکو څو اوونيو کې به مشخصه شي چې کوم هېوادونه د دې نوښت د ملاتړ له پاره سياسي اراده لري او بیا د دغه هېوادونو له پوځونو سره مستقيم کار پېل کړو څو هغه ځانگړې وړتياوې یې مشخصې شي چې له دې ائتلاف سره مرسته کوي.»
د نړۍ يو په درېيمه برخه نفت له هغو سمندري لارو انتقاليږي چې په دې وروستيو اوونيو کې پکښې لانجې رامنځته شوې دي. امريکا پر ايران تور لگولی چې د تېلو پر ټانکرونو یې څو ځلي بريدونه کړي دي. ايران هم بيا د امريکا يوه بې پېلوټه الوتکه ويشتلې ده.
د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو، تیره میاشت ويلي ول چې هغه تمه لري چې تر شلو زيات هېوادونه به په سيمه کې د سمندر د خونديتوب له پاره گډکار وکړي چې په هغه کې متحده عربي امارات او سعودي عربستان هم شامل دي.
bs/sm (AFP, dpa, Reuters AP)