1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ولې طالبان د سولې خبرو اترو ته نه مجبوروي؟

۱۳۹۶ خرداد ۳۰, سه‌شنبه

د امريکا په آند پاکستان د خبرو اترو ميز ته د طالبانو په کښينولو کې مهم نقش لرلای شي. خو کارپوهان وايي چې د منځني ختيځ وضيعت او د کابل او اسلام آباد ترمنځ پراخيدونکو ترنګلتياو ته په کتو سره به دا کار آسان نه وي.

https://p.dw.com/p/2ezd4
Afghanistan Taliban
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د ولسمشر دونالد ترمپ حکومت نن سبا د افغانستان په هلکه د خپلې تګلارې په جوړولو بوخت دی. په دې ترڅ کې د کانګرس ځينو استازو د پاکستان پر وړاندې د کلک دريځ پر غوره کولو ټينګار کړی خو د حکومت ځيني غړي بيا د محتاطانه چلن مشوره ورکوي. 

د پاکستان د مشهورې ورځپاڼې ايکسپريس تريبيون مسول مدير او مشهور شنونکي ضياء الدين په آند پاکستان کولای شي طالبان د خبرو اترو ميز ته راولي خو تر اوسه د دې موضوع په اړه يو څه زړه نا زړه دی.

هغه د آلمان غږ راډيو اردو څانګې ته ویلي: «امريکا خپله د افغانستان په هلکه دوه اړخيزه تګلاره لري. اوباما غوښتل له افغانستان څخه عسکر وباسي او د دې کار له پاره یې نيټه هم ټاکلې وه خو ترمپ يوه بل لوري ته روان دی.»

ضياء الدين زياته کړه: « پاکستان انديښنه لري چې که امريکا له افغانستان څخه ووځي نو ايران او هند به چې په افغانستان کې ډير فعال دي، اسلام آباد ته مشکلات ډير کړي. که چيرې په داسې يوه حالت کې په افغانستان کې د پاکستان پلوي کومه ډله موجوده نه وي نو د اسلام آباد ستونزې به يو په دوه شي.»

هغه وړاندې وویل: «له همدې کبله پاکستان د افغان طالبانو له ملاتړه لاس نه شي اخيستلای. پاکستان کولای شي طالبان خبرو ته اماده کړي خو وضعې ته په کتو سره به داسې ونه کړي.»

ضياء الدين د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: «پاکستان او افغان طالبان لا پر دې نه دي پوه چې په منځني ختیځ کې څومره تغيرات راغلي دي. د سعودي عربستان او قطر ترمنځ د ترنګتيا له کبله هم وضعه پيچيلې شوې ده. طالبان هم نه شي ويلای چې په دې شخړه کې به وکولای شي بې پرې پاتې شي. که چیرې حالت نور هم خراب شي نو طالبان به مجبور وي چې د يوه اړخ څخه ملاتړ وکړي او روښانه ده چې دوی به د سعودي لوري ته ځي.»

د نوموړي په آند به طالبان بيا ښايي په دوحه کې د خپل دفتر په چلولو کې له سختو ستونزو سره مخ شي. ضياء الدي زياتوي: «د سعودي او قطر د ترنګلتياو په زياتيدو سره به افغانستان له پامه ولويږي او د منځني ختیځ هیوادونه به پاکستان او افغان طالبان هم بيخي يوازې پريږدي ځکه دوی به په خپلو ستونزو کې ښکيل شي.»

خو طالبان بيا وايی چې دوی به په داسې يوه حالت کې بې طرفه پاته شي. د آلمان غږ اردو څانګې سره په خبرو کې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وويل: «نه هم موږ ته سعودي ويلي چې له قطر سره اړيکې پرې کړو او نه هم متحده عربي اماراتو له موږ څخه داسې کومه غوښتنه کړې ده. موږ له درې سره هيوادونو سره ښې اړیکې لرو او په دوحه کې مو دفتر فعال دی او د سياسي شورا غړي مو هلته موجود دي.»

Taliban eröffnen Büro in Doha Qatar
په قطر کې د طالبانو د دفتر ودانۍانځور: Reuters

مجاهد له افغان حکومت سره د خبرو په اړه وویل: «په افغانستان کې د سولې په هلکه زموږ دريځ روښانه دی او هغه دا چې په دغه هيواد کې سوله تر هغه نه شي راتلای ترڅو چې امريکا خپل پوځونه ونه باسي.»

هغه زیاته کړه: «چين، روسيه او پاکستان د مذاکراتو له پاره هلې ځلې کوي خو موږ هغوي ته هم روښانه کړې چې د امريکايانو وتل او مذاکرات سره مشروط دي او د امريکايي عسکرو تر وتلو پرته په افغانستان کې سوله او ثبات نه شي راتلای.»

د پاکستان د عوامي نيشنل ګوند مشرې او د طالبانو او افراطيت پر موضوع د نظر خاوندې بشری ګوهر، په آند پاکستان بايد په جدي توګه پر خپلې تګلارې له سره کتنه وکړي. له آلمان غږ سره د خبرو پر وخت دې وويل: «پاکستان د ښو او بدو طالبانو ناکامه تګلاره بايد پريږدي او د تندلارو پر وړاندې د ثابتو شواهدو پر بنسټ ګامونه پورته کړي.»

بشری ګوهر په خپلو خبرو کې زياته کړه: «پاکستان بايد د افغانستان له خلکو او حکومت سره ښې اړيکې رامنځته کړي او له طالبانو سره اړيکې وشلوي. دا اړيکې زموږ په ګته نه دي ځکه دغه وسلوال د بې ګنا انسانانو په وژنه کې لاس لري او پر دوی بريدونه ترسره کوي.»

د نوموړې په آند پاکستان او افغانستان له ګډ دښمن سره مخ دي. دی زياته کړه: «نيابتي جګړه د بهرني سياست د محور په توګه ټاکل کوم عاقلانه عمل نه دی. موږ بايد د حکومتونو او د ولسونو پر کچه له يو بل سره ښې اړيکې ولرو. موږ بايد د افغان طالبانو پټنځايونه له منځه یوسو او دا ډاډ ورکړو چې زموږ خاوره د يوه بل هيواد پر ضد ونه کاروله شي.» 

دې زیاته کړه چې که چيرې موږ خپلې تګلارې ته تغير ور نه کړو نو په منځني ختيځ کې د پراخيدونکو ترنګتياو له وجې به مو امنيتي ننګونې لا پسې زياتې شي.