1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امریکا له افغانستانه ژر وتل په پلان کي لري»

نجيب الله زيارمل (انترفکس، دويچه ويله)۱۳۹۲ تیر ۱۸, سه‌شنبه

د امريکا متحده ايالات په پلان کي لري چي له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د راايستلو پروسه چټکه کړي. د دې کار دليل د دواړو هيوادونو د مشرانو تر منځ نارضايتي ښوول سوی دئ.

https://p.dw.com/p/1947Q
FILE - Crew members of the US aerial refueling military aircraft KC-135 Stratotanker return back to the Transit Centre at Manas near Bishkek, Kyrgyzstan, following an air refuelling rendezvous with US military cargo plane plane S17 Globmaster-3 over the Tajik-Afgan border, 18 December 2011. The transit center Manas is primarily operated by the U.S. Air Force and has four core missions: onward movement of personnel to and from Afghanistan, airlift, aerial refueling and humanitarian assistance. EPA/IGOR KOVALENKO (zu dpa0243) +++(c) dpa - Bildfunk+++
US Militärbasis in Bischkek Kirgistanانځور: picture-alliance/dpa

د «نيويارک ټايمز» ورځپاڼي د دوشنبې د ورځي (۲۰۱۳ کال د جولای ۸) په گڼه کي راغلي دي چي د امريکا متحده ايالات اوس په دې لټه کي دي چي څرنگه کولای سي له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د راايستلو پروسه گړندۍ کړي.

د معلوماتو خپرونکي سرچينې د دې کار دليل د امریکا د جمهور رئيس بارک اوباما «د نارضايتۍ ډيروالی» ښوولی دئ. ورځپاڼي زياته کړې ده چي د اوباما دغه نارضايتي بيا په ځانگړې توگه له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د جون مياشتي د ۲۷ نېټې تر ويديويي کنفرانس وروسته نوره هم زياته سوې ده.

له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د نارضايتۍ دليل په قطر کي د طالبانو د دفتر د پرانيستلو په اړه د هغه په غوسه کېدل دي. د کرزي په نظر د امریکا متحده ايالاتو د افغان چارواکو له حضور پرته له «طالبانو سره جلا» خبري کول په پلان کي لرل. کابل هغه مهال ويلي ول چي له طالبانو سره د خبرو له پاره د امريکا متحده ايالاتو استازي د قطر پلازمېني دوحې ته رسېدلي ول.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼي په حواله، د امریکا متحده ايالات له دې سره سره چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د يو شمېر ځواکونو د پاتېدو په اړه له افغان دولت سره په خبرو کي دي، له دغه هيواد څخه د خپلو ټولو ځواکونو راايستل نه ردوي.

وروسته له هغه چي افغان ولسمشر حامد کرزي په قطر کي د امریکا متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ خبري تحريم کړې، له واشنگټن سره ئې د امنيتي تړون پر سر خبري هم وځنډولې. د دغه تړون له مخي به تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان امنيتي ځواک د ملاتړ له پاره يو شمېر امريکايي ځواکونه په افغانستان کي پاته سي.

ورځپاڼه ليکي چي د دواړو هيوادونو د مشرانو ترمنځ تر ويديويي کنفرانس وروسته په واشنگټن کي داسي فکر کيږي لکه د عراق په برخه کي چي سوی وو. په عراق کي هم د امريکا متحده الاتو په پلان کي لرل چي د ماموريت تر ختمېدو وروسته هلته یو شمېر سرتيري پريږدي. خو د عراق حکومت ئې مخالفت وکړ او په دې اړه خبري اتري ناکامه سوې.