1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا له سوریي څخه خپل عسکر باسي

۱۳۹۷ آذر ۲۹, پنجشنبه

د امریکا ولسمشر د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې په سوریه کې د دوی ماموریت پای ته رسیږي. ویل شوې دي چې په اصطلاح د «اسلامي دولت» پر ضد د مبارزې دوهم پړاو پیلیږي چې په ترڅ کې يي امریکا له دغه هیواده څخه خپل عسکر باسي.

https://p.dw.com/p/3AQ19
Syrien Manbidsch US Patrouille
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Malla

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ویلي دي چې امریکا په سوریه کې داعش ته ماتې ورکړې او دا یوزینی علت وو چې د ترمپ د واکمنۍ پر مهال امریکایي عسکرو هلته حضور لره. سپینې ماڼۍ هم ویلي دي چې له سوریې څخه د امریکايي عسکرو د راوتلو لړۍ پیل شوې.

د سپینې ماڼې د ویاندې سارا سندرز له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي: «موږ خپلو کورونو ته د امریکایي سرتیرو په راګرځولو باندې پېل کړی دی او له دې سره د داعش پر وړاندې د مبارزې خپل دوهم پړاو ته داخلیږو.»

د سپينې ماڼۍ په وینا له ۶۰ څخه د ۱۰۰ ورځو پورې په موده کې به امریکایي عسکر دغه هیواد پریږدي. زیاته شوې ده چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به د بهرنیو چارو وزارت ټول کارکوونکي له سوریي څخه را وایستل شي. دغه پریکړه د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره د تیرې جمعې په ورځ په یوه تلیفوني مکالمه کې کړې ده.

د ترمپ د پریکړې پر وړاندې غبرګونونه

ویل شوي دي چې د متحده ایالاتو پریکړه د داعش پر ضد د جګړې د ختمویدو او یا هم د دغې ډلې پر وړاندې د نړیوال ائتلاف د ختمیدو په معنی نه ده. خو د امریکایي ځواکونو د راوتلو پریکړې په دغه جګړه ځپلي هیواد کې د متحده ایالاتو د اوږد مهاله تعهداتو په هکله پوښتنې راولاړې کړې دي.

تر دې دمخه د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیس او نورو لوړپوړو امریکایي چارواکو په دغه هیواد کې د اوږدې مودې له پاره د امریکایي ځواکونو د حضور غوښتنه کوله څو د داعش د بیا راګرځیدو او فعالیت مخه ونیول شي. خو برعکس ولسمشر ترمپ، لا ترمخه دا خبره کړې وه چې له دغه هیواد څخه خپل عسکر بیرته راباسي.

خو د دغه خبر تر خپریدو وروسته د ترمپ د خپل ګوند په لیکو کې هم په دې هکله سختې نیوکي شوي دي. د جمهوري غوښتونکو د کانګرس استازي ادم کینسینجر، پر خپلې ټویټر ټولنیز پاڼې لیکلي دي: «په رښتیا؟» د هغه په خبره ایران به خوشحالي وکړي. همداشان د جمهوري غوښتونکو سناتور لېندسي ګراهم، هم د ولسمشر دغه پریکړه یوه اشتباه بللې ده: «په اوسني وخت کې [د امریکایي ځواکونو] وتل به د داعش، ایران، بشارالاسد او روسیې له پاره بریا وي. زه اندیښنه لرم چې دغه څه به زموږ د ملت، د سیمې او نړۍ له پاره ویجاړونکي عواقب ولري.»

د بریتانیي د دفاع وزیر توبیاس ایلوود، هم د دغه پریکړې مخالفت کړی دی. هغه د ترمپ، د ټویټ په ځواب کې لیکلي دي: «زه د دې مخالف یم. داعش د افراطیت نوي ډولونه تعقیبوي او لا یي هم خطر پاتې دی.»

روسیه د بشارالاسد ملاتړ کوي

امریکا متحده ایالات اوسمهال په سوریه کې شا او خوا ۲۰۰۰ عسکر د سوریې د اپوزیسیون ځواکونو د مشاورینو او روزنکو په توګه ګومارلي دي. دغه ځواکونه د کردي او عربي ملیشو څخه جوړ شوي د سوریي دیموکراتیک ځواکونو، سره له نزدې ګډ کار کوي. له دغو ځواکونو سره ګډ کار پر داعش باندې د برلاستوب سبب شوی، خو د ناټو له غړي هیواد ترکیې سره د کړکیچ د رامنځ ته کیدو سبب شوی هم دی. ترکیه د دغه اتحاد کردي ملیشي په خپل هیواد کې د یاغي ډلو متحدې بولي.

د متحده ایالاتو او ترکیې تر څنګ چې د سوریې د اپوزیسیون ملاتړ کوي، په دغه هیواد کې بیا د روسیې او ایران پوځي استازي د بشارالاسد د حکومت ملاتړ کوي. روسیه په سوریه کې د بشارالاسد د ځواکونو په ملاتړ هوایي بمباري کوي او ایران د شیعه ملیشو ملاتړ کوي چې د بشارالاسد په پلوۍ په سیمه کې جنګیږي. د سوریې په هکله د متحده ایالاتو او روسیې تر منځ په وار وار ناندرۍ رامنځ ته شوي دي. په دې وروستیو کې روسیې پر واشنګټن تور ولګاوه چې په دغه هیواد کې یي د سولې پروسه له خطر سره مخامخ کړې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي دي چې د متحده ایالاتو ځواکونه په غیر قانوني ډول په دغه هیواد کې مستقر شوي دي.

(dpa, rtr)

زموږ له آرشیف څخه: