1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا له طالبانو غوښتي چې په خبرو کې گډون وکړي

۱۳۹۴ اسفند ۱۸, سه‌شنبه

امریکا یووار بیا له طالبانو غوښتي دي چې د سولي په خبرو اترو کې گډون وکړي. امريکا ویلي دي، که چیرې طالبان په خبرو کې گډون و نه کړي، نو افغان او امریکايي ځواکونه به د تاوتریخوالي احتمالي زیاتیدو له پاره چمتووالی ونیسي.

https://p.dw.com/p/1I90D
انځور: picture-alliance/AP Photo/S.Walsh

طالبانو د تیري شبنې په ورځ وویل چې د سولي په خبرو کې به گډون و نه کړي او په دې سره یې د سولې د خبرو اترو د بیا راژوندي کولو هڅې له شک سره مخامخ کړي دي. د سولې په څلور اړخیزو خبرو اترو کې د افغان، پاکستان، چین او امریکا متحدو ایالاتو حکومتونو استازي گډون لري.

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کېربي ویلي دي چې امريکا د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هغې غوښتنې ملاتړ کوي چې له وسله والو طالبانو یې د سولي په خبرو اترو کې د گډون غوښتنه کړې ده.

کېربي زیاته کړې ده: «هغوی انتخاب لري چې د خپلو وطنوالو پر ضد جگړې او د هیواد بې ثباتۍ ته د ادامې ورکولو پر ځای د سولي په خبرو اترو کې گډون او په نهایت کې د یوه خپلواک او متحد افغانستان د یوه مشروع سیاسي سیتم برخه گرځي.»

هغه په خپلو خبرو کې ویلي دي، که چیرې د سولي پروسه ځای ونه نیسي او طالبان و نه غواړي د خبرو اترو میز ته کښېني نو افغان او امریکایي ځواکونه به په پسرلي کې د احتمالي تاوتریخوالي زیاتیدو ته چمتووالی ونیسي.

په فيبروري میاشت کې د سولي تر څلور اړخیزي غونډي وروسته چارواکو هیله څرگنده کړې وه چې ښایي د مارچ میاشتې په پېل کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مستقیمي خبري اترې پیل شي. خو د شنبې په ورځ طالبانو وویل چې د سولې په خبرو اترو کې گډون نه کوي.

تیر کال د سولي خبري اتري هغه وخت وځنډیدې چې په ناڅاپي توگه د طالبانو د مشر ملا عمر د مړیني خبر چې دوه کاله تر مخه مړ شوی وو خپور شو.