1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا متحده ایالات پولنډ ته سرتيري لېږي

۱۳۹۱ مرداد ۵, پنجشنبه

ويل کيږي چي ډير ژر به يو شمېر امريکايي عسکر په پولند کښي مېشت سي. دا لومړی ځل دئ، چي د اروپا په دغه مرکزي هيواد کښي امریکايي عسکر ځای پر ځای کيږي.

https://p.dw.com/p/15erD
انځور: picture-alliance/dpa

د امریکا د متحده ايالتو د دفاع وزارت (پنتاگون) دغه خبر د چهارشنبې په ورځ له هغه وروسته ورکړ، چي د دفاع وزير ليون پنيتا له خپل پولنډي سيال توماسڅ سيمونياک سره وکتل.

پنتاگون ويلي دي، چي د هوايي ځواک يو ټولی به د روان کال په مني کښي په پولند کښي مېشت سي:

«د دغه ټولی عسکر به د F-16 جنگي جټ الوتکو او هرکولس ترانسپورتي الوتکو مسئوليت پرغاړه ولري.»

د پنتاگون د يوه وياند په خبره، دواړو مشرانو په افغانستان کښي د نړيوالو ځواکونو په چوکاټ کښي د پولنډ پر ونډه اخيستلو او په اروپا کښي د امريکا له خوا د توغنديو د دفاعي سيسټم پر نصبولو باندي اوږدې خبري وکړې.

ناټو په پلان کي لري، چي په ۲۰۱۸ کال کښي په اروپا کي د توغنديو د دفاعي سيستم په نصبولو پيل وکړي، چي لومړي هيوادونه به پولنډ او رومانيا وي.

دغه راز په ترکيه کښي به بيا د رادار يو سيستم نصب سي.

په اروپا کښي د توغنديو د دفاعي سيستم د جوړولو پر سر خبري له څو کلونو راهيسي رواني دي. روسيه ددغه کار سخته مخالفه ده او وايي، چي که ناټو او امريکا دغه کار وکړي، نو دوی به هم په سانک پترسبورگ کښي توغندی و دروي.

روسيه وايي، چي په اروپا کښي د توغنديو دفاعي سيستم، دوی ته گواښ دئ نه داچي د ايران د احتمالي يرغل د مخنيوي له پاره لگول کيږي.

خو د امريکا متحده ايالات او ناټو وايي، چي دا يوازي او يوازي د توغنديو د احتمالي يرغلونو د مخنيوي له پاره لگول کيږي.

په مسکو کښي د کوميرسانت ورځپاڼه ليکي، چي څه موده مخکي د امريکا د دفاع او بهرنيو چارو وزارتونو، د روسيې د دفاع وزارت استازو ته بلنه ورکړه، چي د ارام سمندر د کواجالين په جزيره کي ددغه دفاعي سيستم د ازمويني ليدنه وکړي.

د ورځپاڼي په خبره امريکايانو داسي تصور کاوه چي دغه کار کيدای سوای مسکو ته دا ډاډ ورکړی وای، چي د توغنديو دفاعي سيستم د دوی يعنی د روسيې پر ضد نه دئ او نه هم ستراتيژيکي توازن ماتوي.

ورځپاڼه د روسيې د دفاع وزارت د يوې سرچينې په حواله ليکي، چي د امريکا له خوا د روسيې پوځي چارواکو ته په شفاهي ډول، کواجالين جزيرې ته د ورتگ بلنه ورکړل سوې وه، چي مسکو پکښي د گډون له پاره تلوار ونه کړ.

انترفکس/ کوميرسانت/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش