1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا نور په اوږد مهالو پروژو پانګونه کوي

۱۳۹۰ آبان ۱۳, جمعه

په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د ملکي مرستو د ډیریدو ادعا کوي، د هغوې لخوا سنا ته وړاندې شوې یو رپورت ښېې دغه مرستي د تیر کال په پرتله کمې شوي.

https://p.dw.com/p/134x6
امریکا افغانستان کې په اوږد مهالو پروژو کې پانګونه کوي
امریکا افغانستان کې په اوږد مهالو پروژو کې پانګونه کويانځور: DW

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل نوي رپورټ کې ویلي دي چې افغانستان سره د دغه هیواد ملکي مرستې تر خپل وروستي حده رسیدلي او دا خبره یې روښانه کړې چې د پوځونو تر راوتلو وروسته به هم د پرمختیایي چارو په برخه کې خپلې مرستې جاري وساتي.

افغانستان او پاکستان سره د ملکي مرستو هغه رپورټ چې د متحده ایالاتو سنا ته وړاندې شوی ښیي چې امریکا په افغانستان کې خپلې ملکي مرستې تیر کال اوج ته رسولې وي.

د افغانستان او پاکستان له پاره د استازو ځانګړې دفتر ویلي دي چې افغانستان سره اقتصادي او بشري مرستې د تیر کال په پرتله سږ کال کمي شوي دي. په ۲۰۱۰م کال کې دغه مرستې ۴،۱ ملیارده ډالرو ته رسیدې خو سږ کال دغه مرستې ۲،۵ ملیارده ډالرو ته راټیټي شوي دي.

په دغو پیسو کې هغه میلیاردونه ډالر نه دي شامل چې واشنګټن د افغان پولیسو په روزنه لګولي دي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، بارک اوباما، او ملاتړو یې تیر کال په دې هوکړه کړې وه چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه پورې به د افغانستان امنیت خپله افغان پوځ ته وسپاري. په پام کې ده چې د راتلونکې کال تر اوکتوبر میاشتي پورې به افغانستان څخه ۳۳۰۰۰ امریکایي سرتیر ووځي.

د بهرنیو چارو وزارات په خپل دغه راپور کې زیاتوي چې امریکا اوس په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت د پروژ پر ځاې د اوږدې مهالو او د پایدارو پرمختیايي چارو کې مرستو ته خپله توجه اړوي.

دغه رپورټ ښيي چې متحده ایالات به په راتلونکي وخت کې په افغانستان کې اقتصادي ودې، په خاصه توګه زراعت او کان کیندنه او همداشان په بنیادي بنسټونو لکه انرژي او اوبو او د تعلیم او مسلکي زده کړو برخو ته خپله توجه واړوي.

دغه رپورټ زیاتوي چې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د ملکي مامورینو شمیر په نږدې وخت کې زیات شوي. دغه شمیر پخوا ۳۲۰ تنو ته رسیده خو اوس ۱۲۰۰ تنو ته لوړ شوی. په رپورټ کې په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې د امریکایي سرتیرو د راوتلو سره به په دغه شمیر کې هم کم والی راځي او که نه؟

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش